د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ذکریا بریالي، عصمت الله وردګ، محمد داود یوسفزي، ضیاءالدین اچکزي او سید پرویز سادات هوفیاني، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري او د صنایعو اتاق رئیس ښاغلي شیر باز کمین زاده او د هېواد یو شمیر سوداګرو د سه شنبه په ماښام د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیر خان متقي سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګرو شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند ښاغلي متقي ته د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په توګه د ګمارنې په پار د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، زیاته کړه چې ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره نېکې اړیکې لرل د هېواد په اقتصادي پراختیا کې اړین رول لوبوي.
 
ښاغلي مهمند د سوداګرو ځینو ستونزو لکه: د سیمې هېوادونو ته د ویزو صدور نشتوالي، بانکي ستونزو، او د سوداګرو او پانګوالو امنیت او خوندیتوب په اړه خبرې وکړې او په دی برخه کې يې د بهرنیو چاور وزارت د همکارۍ غوښتنه يې وکړه.
 
ښاغلي الکوزي د اسلامي امارت په راتګ او واک ته رسیدو خوښي څرګنده او زیاته يې کړه چې په نوي حکومت کې د فساد نشتوالی او په لویو لارو کې د امنیت شتون د سوداګرو ستونزو د له منځه تلو سبب ګرځیدلي دي.
 
ښاغلي الکوزي د ګاونډیو او سیمې هیوادونو سره ښې اړیکې لرل یو مهم اصل وګڼه او غوښتنه یې وکړه چې د بهرنیو چارو وزارت دې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو-اقتصادي اړیکو نوي کولو فرصت له لاسه ورنکړي.
 
ښاغلي برهان او محمد داوود یوسفزي هم د سوداګرو ستونزو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي متقي د اتاق مشرتابه پلاوي او سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې د خلکو او سوداګرو ستونزو ته د پای ټکی کیږدي.
ښاغلي متقي د اتاق له مشرتابه څخه وغوښتل چې د سوداګرو ستونزې او وړاندیزونه په لیکلې او واضح ډول له وزارت سره شریک کړي، ترڅو وزارت يې په له منځه وړلو کې ګړندي ګامونه پورته کړي.