د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دیارلسمه ناسته وشوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي درېمې دورې دیارلسمه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار تر ریاست لاندی او د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیر الدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي د پانګونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي سید جاوید برهان، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ذکریا بریالي، عصمت الله وردګ، محمد داود یوسفزي، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، ضیاءالدین اچکزي او سید پرویز سادات هوفیاني، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري او د نوموړي پلاوي غړي ښاغلي ناصر صمیم، او د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک په ګډون په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
 
ښاغلي ذکریا بریالي ګډونوالو ته د ناستې اجنډا او ورپسې ښاغلي عطايي د عامل پلاوي کاري راپور د ناستې ګډونوالو ته وړاندی کړ.
 
پدې ناسته کې، د هرات سوداګرۍ او پانګونې اتاق نړیوال هوټل د کرایه نیوونکي تړون لغوه کول، د معاشونو ورکولو او اجرا کولو ستونزه او د خصوصي بانکونو د بندیدو او غیر فعالوالي له امله د ولایتي اتاقونو تخصیصونو لیږل، په حیرتان بندر کې ستونزې او په بندرونو کې نا قانونه پیسې اخیستنې، او همدارنګه د مدیره او عامل پلاوو درنو غړو په نورو وړاندیزونو هم خبرې وشوې، چې په اړه يې مدیره پلاوي خپل نظرونه څرګند او لازمې پریکړې وکړې.