د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د خوراکي توکو واردوونکو اتحاديې له رئیس او مبایل واردوونکو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د خوراکي توکو واردوونکو اتحاديې له رئیس او مبایل واردوونکو سوداګرو سره د دوه جلا ناستو په ترڅ کې د دوی د شتو ستونزو او ننګونو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د خوراکي توکو واردوونکو سوداګرو په اوړ او وریجو د ګمرکي تعرفو زیاتوالي او د ټاکل شوي تناژ په اړه چې د بازار په نرخونو منفي اغیزې لري خبرې وکړې او د اتاق څخه وغوښتل چې د دوی ستونزې د اسلامي امارت اړوندو ادارو سره شریکې او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټوي.
 
د مبایل واردوونکو هم د لوړو ګمرکي تعرفو او ګمرکي ستونزو څخه سر وټکاوه او د اتاق څخه يې وغوښتل چې د دوی ستونزو ته د پای ټکي کیښودو په برخه کې لازمه همکاري وکړي.
 
ښاغلي مهمند او ښاغلي الکوزي د خوراکي توکو واردوونکو او د مبایل واردوونکو د ستونزو اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې اتاق به یادې ستونزې او وړاندیزونه د اسلامي امارت له اړونده ادارو سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې به یې کوټلي ګامونه پورته کړي.