د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د کورنیو او بهرنیو هوايې شرکتونو استازو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د کورنیو او بهرنیو هوايې شرکتونو (کام ایر، آریانا، ترکش او پی آی ای) او د جلغوزو اتحاديې استازو سره د لیدنې په ترڅ کې د هوا له لارې د صادراتو بیا پیلولو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د چین، هند، عربي او اروپایی هیوادونو په ګډون بیلابیلو هیوادونو ته د هوایی کارګو له لارې د صادراتو پیل کولو اړتیا په اړه خبرې وکړې، او له هوایی شرکتونو یې وغوښتل چې د اوسني وضعیت سره سم په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د کارګو لیږد نرخ اتاق ته وسپاري ترڅو پربنسټ يې د سوداګرو، هوایی شرکتونو او اتاق ترمینځ تړونونه تنظیم او لاسلیک کړي.
 
ښاغلي خان جان الکوزي په هوایي شرکتونو غږ وکړ چې د سبسایډي د نشتوالي په صورت کې خلکو او سوداګرۍ ته د دوی د سفر خدماتو وړاندې کولو پرمهال مناسب قیمتونه په پام کې ونیسي، ترڅو صادرونکي خلک او سوداګر وکولی شي د دې شرکتونو له خدماتو څخه حتی الامکان ګټه پورته کړي.
 
د هوایی شرکتونو استازو د دوی د یو شمیر ستونزو یادولو سربیره، ژمنه وکړه چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به د نړۍ مختلفو هېوادونو او ښارونو ته د سوداګریزو توکو د لیږد لپاره قیمتونه چمتو کړي او وروسته به يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته وسپاري تر څو تړونونه يې د هوايې شرکتونو صلاحیت لرونکو استازو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په حضور کې لاسلیک شي.