د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د رایسنګ سن نړیوال شرکت سوداګرۍ ډیپارټمنټ له رئیس سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د نړیوالو اړیکو او صادراتو پراخوالي ډیپارټمنټونو مسؤلینو د افغان-چین رایسنګ سن نړیوال شرکت سوداګرۍ ډیپارټمنټ له رئیس ښاغلي یو یانک او د نړیوال اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد راتب پوپل سره د لیدنې په ترڅ کې د ګډو پانګه اچونو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي یویانک د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا، د رایسنګ سن افغان – چین سوداګریز شرکت په افغانستان کې د پانګه اچونې لیوالتیا او د ګډ اتاق رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې او د اتاق څخه یې وغوښتل چې د نوموړي شرکت سره همکاري وکړي.
 
ښاغلي مهمند د افغان-چین رایسنګ سن نړیوال شرکت سوداګرۍ ډیپارټمنټ رئیس ښاغلي یو یانک او د نړیوال اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد راتب پوپل ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په افغانستان کې د نوموړي شرکت د پانګه اچونې او د ګډ سوداګریز اتاق رامنځته کولو په اړه خوښي څرګنده کړه او په دی برخه کې يې د هرډول همکارۍ ژمنه وکړه.