د خصوصي سکتور ستونزو حل په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان اسلامي امارت د شکایتونو اوریدو کمیسیون له رئیس او سوداګرۍ او صنعت پخواني وزیر سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړیو هر یو خان جان الکوزي، ضیاءالدین اچکزي او محمد داود یوسفزی، د کابل ولایتي اتاق د مدیره پلاوي ځینو غړیو، د اتحادیو رئیسانو او یو شمیر سوداګرو د افغانستان اسلامي امارت د شکایتونو اوریدو کمیسیون له رئیس او سوداګرۍ او صنعت پخواني وزیر ښاغلي مولوي نورالدین ترابي سره د لیدنې په ترڅ کې د خصوصي سکتور په شتو ستونزو خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند ښاغلي مولوي نورالدین ترابي، ورسره مل پلاوي او د هېواد سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د اتاق د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو اوږد تاریخ په اړه مالومات وړاندی کړل او د هېواد لویو لارو په اوږدو او ګمرکونو کې د اسلامي امارت له خوا د رامنځته شوي امنیت او آسانتیاوو په تړاو يې خپله خوښی څرګنده کړه.
 
ښاغلي مهمند د اسلامي امارت د امنیتي او اقتصادي چارواکو له همکارۍ مننه وکړه او د هېواد په بازارونو کې يې د خامو موادو د بیو کمیدو ډاډ ورکړ.
ښاغلي خان جان الکوزي د سوداګرۍ په ډګر کې د سمدستي او اوږدمهاله ستونزو، د کورنیو تولیداتو او صادراتو په ځان بسیا کیدو او د امنیتي ستونزو حل په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، په ګمرکونو او دفترونو کې يې د فساد له منځه وړل، د بانکدارۍ ستونزو حل کول او د مناسبو تعرفو وضع کول يې په بیو خورا اغیزمن وبلل.
 
ښاغلي خان محمد سرفراز باز د غیر مسؤله اشخاصو لخوا صرافانو ته د متوجه امنیتي ګواښونو، د دوی د امنیت په تضمین کې د اسلامي امارت همکارۍ، په اقتصاد او سوداګرۍ کې د صرافانو اړین رول او په بانکونو کې د صرافانو خپلو پیسو ته د نه لاسرسي ستونزو په اړه خبرې وکړې او ددی ستونزو د له منځه وړلو غوښتنه يې وکړه.
 
ښاغلي داود یوسفزي دتیلو او ګازو واردولو، ترکمنستان ته د پیسو لیږدولو او په ټاکلي وخت کې د نفتي توکو واردولو په برخه کې د شتو ستونزو په اړه خبرې وکړې.
د صنعتکارانو انجمن رئیس ښاغلي عبدالجبار صافي د صنعت کارانو ستونزو، د فابریکو لرونکو لپاره د خامو موادو اړتیا، د وارداتي توکو قاچاق او په کورني تولید يې اغیزو، د برښنا رسولو او د پانګونې راجلبولو په اړه خبرې وکړې.
 
د صرافانو اتحادیو رئیسانو د تازوه میوو، سبزیجاتو، خوراکي توکو، وچو میوو، غالیو، د پیسو په لیږد کې ستونزو، د تازه میوو او سبزیجاتو فصل رارسیدو، د تورخم او سپین بولدک په لارو کې يې بندوالی، د قزاقستان څخه د خوراکي توکو په ځانګړی توګه د اوړو پیرود، د وچو میوو په صادرولو کې شتو ستونزو، چین او عربي هېوادونو ته د غالیو او جلغوزو په صادرولو کې ستونزو او له چین څخه افغانستان ته د قزاقستان او ازبکستان له لارو د ټرانزیټ ستونزو په اړه خبرې وکړې او د اسلامي امارت له چارواکو يې وغوښتل چې یادو ستونزو ته پای ټکي کیښودو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
 
ښاغلي ترابي او د اسلامي امارت شکایتونو اوریدو کیمیسیون رئیس د خصوصي سکتور ستونزو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي وړاندیزونو اوریدو وروسته د ستونزو په حل کې د خپلې بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه. او د خصوصي سکتور نورو برخو څخه يې وغوښتل چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه په منظم او لیکلی بڼه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لارې د اسلامي امارت شکایتونو اوریدلو کیمیسیون ته وسپاري ترڅو د اړوندو ادارو له لارې يې د حل په برخه کې لازم ګامونه پورته کړی شي.