د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د کابل ښار قوای مرکز سیمې سوداګرو او هټۍ والو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د اتاق په مرکزي دفتر کې د کابل ښار قوای مرکز سیمې سوداګرو او هټۍ والو سره د لیدنې په ترڅ کې د هغوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د کابل ښار قوای مرکز سیمې سوداګرو او هټۍ والو په کراچۍ بندر کې د پیسو د لیږد او یو لړ نورې امنیتي ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي سره شریکې کړې او د له منځه وړلو په برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو او د پیسو لیږد په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، وویل "د پیسو لیږد د ټولو سوداګرو عمومي ستونزه ده او په اړه يې د مرکزي بانک سره خبرې شوي دي او مرکزي بانک هم په دی برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده."
 
ښاغلي مهمند د امنیتي حالت ښه کیدو او هغو ناستو په اړه چې نوموړي د افغانستان اسلامي امارت له مسؤلینو سره کړي دي د مالوماتو ورکولو ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې ددی سوداګرو ستونزې به له اړوندو مسؤلینو سره شریکې او د حل لارې چارې به ورته ولټوي.