د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رهبری پلاوی د افغانستان د ملی سوداګراود صنعت کارانو او شرکتونو د ستونزو د هوارولو په موخه د افغانستان د اسلامی امارت د کابل د قدرمن امنیه قومندان سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند ، ښاغلی خانجان الکوزی د اتاق تجارت د مدیره هیات پلاوی او د افغانستان او پاکستان د ګډی خونی مشر الحاج خان محمد سرفراز باز د اتاق تجارت د دارالانشا رئیس، ښاغلی شیرباز کمین زاده او د اتاق عامل هیات مرستیال د افغانستان د تیل ګاز خوراکی توکو او شرکتونو اتحادييو له ریسانو د ښاغلي قومندان صاحب امنیه سره د لیدنې په ترڅ کې د دوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
په سر کی ښاغلی الحاج محمد یونس مومند د ایت کلام الله مجید د قرائت وروسته د شهداو روح ته دعا وکړه او په ضمن کی په اړوند مشکلاتو باندی هراړخیز بحث وکړ.
او وروسته ښاغلی خانجان الکوزی پر عمومی او امنیتی وضعیت باندی بحث او د ستونزو د حل لاری لپاره یی هم بعضی وړاندیزونه درلودل .
له هغه وروسته ښاغلی خان محمد سرفراز باز د بانکونو مسایلو او ستونزو باندی بحث وکړ.
 
او ښاغلی محترم شیرباز کمین زاده د معادنو او صنایو اتاق ریس د صنعت په مورد کی بحث وکړ او ستونزی یی شریک کړی.
ښاغلی حاجی صاحب دادګل حضرتزی د صرافانو د امنیت او مالی مشکلاتو پر ستونزو بحث وکړ.
او همدا راز حاجی صاحب سیدکمال فرید صافی د ارتزاقی موادو د اتحادیه ریس چی پر شته ستونزو یی خبری وکړی او وړاندیزونه یی هم درلودل.
 
او همدارنګه د اتاق د تیلو د ټانکونو د کمیتی رییس ښاغلی حاجی ذبیح الله مهمند او د ګاز د اتحادیه رییس پر نفتی موادو او ستونزو باندی بحث وکړ چی د اسلامی امارت لخوا په ډیره پراخه سینه د سوداګرو ستونزو ته غوژ ونیوه.
 
دغه ناسته چی د ښاغلی مهمند په همکاری تنظیم شوی وه د تیلو او دګازو او د خوراکی توکو د اتحادیه قدرمن ریسانو د اتاق د همیشنی همکاری او مننه تر څنګ هغه ستونزو یادونه وکړه چی د کابل ښار په لسمه او اولسمه ناحیوکی چی د یو شمیر ناڅرګند اشخاصو چی ځانونه یی د اسلامی امارت پوری ځانونه تړلی ګڼل د دوی څخه د وسایطو او تیلو د وړلو هڅه کوله چی وروسته د اسلامی امارت د امنیتی برخی په همکاری سره دا ستونزی هواری شوی.
 
او همدا رنګه د سوداګرو د زرهی موټرو او اسلحو د سوداګرو د امنیت پر خوندیتوب باندی هم بحث وشو او همدا راز د د صرافانو دو موټرو د قانونی اسنادو د بررسی وروسته قومندان صاحب امنیه و مسولینو ته هدایت ورکړ چی بیرته د ی موټر خپل څښتنانو ته وسپارل شی چی د اتاق رهبری او د صرافانو ټولنه ددی نیک اقدام په هکله مننه کوی.
 
د کابل امنیه قومندان سوداګرو ته ډاد ورکړچی د اسلامی امارت ټول مسوولین د خلکو په څانګړی ډول د سوداګرو د امنیت ساتلو لپاره پوره هڅه کوی چی د دوی مال او ځان په امن کی وی او ټول سوداګر یی پانګونی ته تشویق کړل تر ځو په ډاډه توګه خپلو کاروبار ته ادامه ورکړی.
 
همدا راز د امنیه قدرمن قومندان په غونډه کی حاضرو سوداګرو ته وویل که دوی وغواړی اسلامی امارت چمتو ده چی د سوداګرو د سر او مال لپاره په سیمه کی د اسلامی امارت امنیتی اشخاص وګماری.
په ورته وخت کی د اتاق لمړی مرستيال د خصوصی سکتور سره د اسلامی امارت د مسولینو د همیشنی همکاریو مننه وکړه او ډاډ یی ورکړ چی د بیلابیلو سکتورونو سوداګر چمتو دی چی خپلو هیوادوالو ته د اړتیا وړ خوراکی او نفتی توکی په مناسبه بیه ورسوی.