د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دولسمه ناسته وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دریمې دورې دولسمه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار تر ریاست لاندی او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګريز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي پانګه اچونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو خان جان الکوزي، ذکریا بریالي، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، ضیاءالدین اچکزي او بهادر خیر خواه، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک په ګډون د اتاق په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
 
د ناستې په پیل کې، اجنډا د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز له خوا د ناستې ګډونوالو ته وړاندې شوه او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي وروستیو سیاسي بدلونونو په نظر کې نیولو سره د مرکز او ولایتي دفترونو کاري راپورونه او وړاندیزونه وړاندی کړل.
 
ښاغلي توکل احمدیار د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو سره په همغږۍ او همکارۍ کې د شهزاده سرای او خصوصي سکتور شتمنیو په خوندي ساتلو کې د مدیره پلاوي لومړي مرستیال او مدیره پلاوي نورو غړیو هڅو څخه مننه څرګنده کړه.
 
ورپسې ښاغلي مهمند په خصوصي سکتور کې شتو ننګونو ته د اشارې کولو ترڅنګ، د هغو هڅو یادونه وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي د سوداګرۍ او صنعت وزارت، د ماليي وزارت، د افغانستان بانک او اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون سره د ګډې همکارۍ او همغږۍ په پایله کې ترسره کړي دي.
 
همدارنګه، د اجرائیه کمېټې د ۱۵مې او ۱۶مې ناستو پریکړو په اړه بحث وشو او د مدیره پلاوي نورو غړیو د نورو یادو موضوعګانو په اړه خبرې اترې وکړې.
د ناستې په پای کې، د مدیره او عامل پلاوو وړاندیزونو په اړه بحث وشو او مدیره پلاوي يې په اړه لازمې پریکړې وکړې.