د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د اجرائیه کمیټې پنځلسمه ناسته وشوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د اجرائیه کمیټې پنځلسمه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار تر ریاست لاندی او د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیر الدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي د پانګونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي خدماتو مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د مدیره پلاوي د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي سید جاوید برهان،د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، او د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک په ګډون د مدیره پلاوي په کاري دفتر کې ترسره شوه.
 
په دی ناسته کې د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز ګډونکوونکو ته اجنډا وړاندې کړه، سربیره پردی، ښاغلي عطایې د عامل پلاوي راپورونه مطرح کړل، د اتاق د مالي چارو او د پروان سوداګریز اتاق ودانۍ جوړولو په اړه د مفصل بحث څخه وروسته د اجرائیه کمیټې او عامل پلاوي د وړاندیزونو په اړه لازمې پریکړې وشوې.