په چین کې میشت افغان سوداګرو یو ځل بیا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه سره خپلې ستونزې شریکې کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق د د ارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز په چین کې میشت افغان سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې د هغوی د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د رخت واردوونکو اتحاديې رئیس ښاغلي حاجي عبیدالله ۳۰۰ هغو سوداګرو ته چې د چین هېواد سره سوداګریزې اړیکې لري، د چین ویزې اخیستلو په برخه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پخوانیو هڅو ستایلو ترڅنګ، په دی برخه کې د اتاق د لاډیرو همکاریو غوښتونکې شو.
 
ښاغلي مهمند او ښاغلي باز د سوداګرو ستونزې تائید کړې او ښاغلي مهمند وویل چې د ناستې جوړیدو څخه دمخه، نوموړي د بهرنیو چارو وزیر سره د تیلفوني اړیکې په واسطه یاده موضوع شریکه او د بهرنیو چارو وزیر هم ډاډ ورکړ چې د وزارت اړوندې برخې ته يې سپارښتنې کړي، چې په کابل کې د چین سفارت سره په همغږۍ یادې ستونزې ته ژر تر ژره د پای ټکې کیږدي.