د موتر سایکل یو شمیر سوداګرو خپلې ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه سره مطرح کړی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال د موتر سایکل واردوونکو، پلورونکو، د بسته بندۍ فابریکو او د تخنیک ګرو اتحاديې غړیو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې د دوی د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د موټرسایکل واردوونکو، پلورونکو، بسته بندۍ فابریکو او د تخنیک ګرانو اتحادیې رئیس او غړو د هغو ستونزو په اړه چې دوی ورسره لاس او ګریوان دي، خبرې وکړې او د اتاق د مشرتابه څخه یې وغوښتل چې ددوی ستونزې د اړونده دولتي چارواکو سره شریکې او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټوي. دوی د خپلو شکایتونو او نظرونو وړاندې کولو پرمهال وویل چې د دې سکتور سوداګريزې ستونزې د دوه میاشتو راهیسې دوام لري، په ځانګړي توګه د تیرې میاشتې په جریان کې، کله چې د هیواد امنیتي ارګانونو په بشپړ ډول د موټرسایکلونو کارول منع کړل. ټولې د بسته بندۍ هغه فابریکې او ورکشاپونه چې پدې برخه کې فعالیت کوي لوی زیان سره مخ شوي دي.
 
دوی زیاته کړه پداسې حال کې چې ددی برخې واردوونکي دولت ته مالیه ورکوي، او دوی د کارموندنې رامینځته کولو لپاره د دولت په هڅونه د موټرسایکل بسته بندۍ او اضافي پرزو فابریکې رامینځته کړي چې زرګونه خلک پکې په کار بوخت دي مګر د ډیر وخت راهیسې ددی کارکوونکو کارونه په ټپه دریدلي دي.
 
ښاغلي مهمند د ناستې ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د دوی څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلې بڼه د اتاق سره شریکې کړي، ترڅو اتاق ورته د قانوني لارو چارو څخه په ګټه اخیستنه د حل لارې ولټوي.
 
ښاغلي مهند ژمنه وکړه چې یادې ستونزې به د اړونده حکومتي چارواکو سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.