د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د امریکا ایګل اکاډمۍ څخه د ۸۶ انجونو فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د هغو ۸۶ انجونو چې د هېواد د ۱۷ ولایاتو څخه دي، د امریکا ایګل اکاډمۍ څخه فراغت غونډه کې ګډون کولو ترڅنګ، د دوی د شتو وړتیاوو څخه په سوداګریزو شرکتونو کې د ګټې اخیستنې ژمنه وکړه.
 
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو اتاق ددی پیښې کوربه توب وکړ او د ایګل آنلاین اکاډمۍ ټیم غړو او د متحده ایالاتو میلمنو په آنلاین ډول په دی مراسمو کې برخه اخیستې وه. په کابل کې د برنامې ځانګړي میلمانه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي عطایي او د تخنیکي او مسلکي زده کړو د څانګې مشرې، آغلې ندیمه سحر ګډون درلود.
 
ښاغلي عطایي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د میرمنو اتاق د ستراتیژیک ملګري په توګه یاد کړل او ژمنه یې وکړه چې د هغو میرمنو لپاره به کاري فرصتونو په برابرولو کې همکاري وکړي چې په دې کورسونو کې یې برخه اخیستې ده، او زیاته يې کړه چې "د هغو میرمنو لپاره چې سوداګرۍ سره علاقه لري، اتاق کولی شي دوی روزنې مهارتونو سره په مرکز او والیتونو کې خپلو غړو ته معرفي کړي ، ترڅو دوی وکولی شي د نوي فارغ شوي کدر مسلکي مهارتونه وکاروي."
 
د یادونې وړ ده، چې د امریکا ایګل آنلاین اکاډمي د تشبث مدیریت، د پروژې مدیریت، سایبر سیکیورټي، معلوماتي ټکنالوجۍ، Cloud Management ، Software Management، او انګلیسي ژبه کې څانګې لري. هر زده کونکی په اکاډمۍ کې د یو کال غړیتوب ترلاسه کوي او کولی شي د یو کال په جریان کې اکاډمۍ کې د موجودو ۲۰۰ کورسونو څخه یو بشپړ کړي.