د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او هسپانیا اتاق ترمنځ د سوداګریزې شورا رامنځته کیدو تفاهملیک لاسلیک شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار او ورسره پلاوي هسپانيې ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هسپانيې لپاره د افغان دایمي استازي او سفیر ښاغلي همایو رسا په ګډون د هسپانيې سوداګریز اتاق رئیس ښاغلي لوپیس بولیت سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریزې همکارۍ او افغان-هسپانيۍ سوداګریزې شورا رامنځته کیدو په اړه خبرې اترې وکړی.

ښاغلي احمديار په داسې حال کې چې د افغانستان خصوصي سکتور سره د هسپانوي سوداګرو د ښو اړیکو ستاینه وکړه، او د دواړو هیوادونو د سوداګریزې همکارۍ او د افغانستان - هسپانیا د سوداګرۍ شورا رامنځته کیدل يې د سوداګریزې پراختیا لپاره یو اغیزمن ګام وباله او زیاته يې کړه " د افغانستان - هسپانیا سوداګریزه شورا د دوه اړخیزو همکاریو، د سوداګریزو فعالیتونو پراختیا او د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتور تر مینځ د پانګونې له فرصتونو څخه غوره ګټه پورته کولو ته زمینه برابروي."

ښاغلي احمدیار زیاته کړه "د کویډ – ۱۹ وژونکي ویروس خپریدو ستونزمن وضعیت کې، کوم چې په نړیواله سوداګرۍ او پانګه ایزو فعالیتونو منفي اغیزه کړې، د سوداګرۍ شورا رامنځته کیدل به د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ پراخه همکاري او همغږي رامنځته کړي. د سوداګریزو تخلیقی میتودونو څخه په ګټه پورته کولو سره به په سوداګریزو معاملو کې ښه والی او په سوداګریزو راکړو ورکړو باندی د بحراني وضعیت منفي اغیزې راکمې کړي.

د اتاق عمومي رئیس څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت کار کوي ترڅو افغانستان اقتصادي څلور لارې جوړ شي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هوډ لري ترڅو خصوصي سکتور لپاره مناسب فرصتونه برابر کړي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان - هسپانیې د سوداګرۍ شورا تاسیس په موخو، فعالیتونو، جوړښت او اجرایوي چارو باندې تمرکز کوي او دغه شورا به په نږدې راتلونکي کې به له افغانستان څخه ۱۰ غړي او ۱۰ هسپانیا څخه غړي ولري. او همدارنګه، نوموړې شورا به د دواړو هیوادونو د سوداګرو او پانګه اچوونکو تر منځ په حضوري او آنلاین ډول  (B2B) غونډې تنظیموي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس دا هم وویل چې د دوه اړخیزو سوداګریزو همکاریو پلي کولو لپاره هرڅومره ژر چې امکان ولري د سوداګرۍ پراختیا او ګډ کارونو په برخو کې په څلورو احتمالي سکتورونو کار وکړي. برسیره پردی، هغه د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، زعفران، لمریز انرژۍ تولید او درملیزو تولید سکتورونو کې د سوداګرۍ فرصتونو او پانګوونې په اړه معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي احمديار زیاته کړه چې افغانستان له طبیعي سرچینو څخه بډای هېواد دی او د احصایو له مخې د هیواد د ځمکې لاندې سرچینو ارزښت تر دری ټریلیون ډالرو ډیر اټکل شوی، چې پکې قیمتي او نیمه قیمتي کا ڼي هم شامل دي. او دا چې هسپانیه د کاڼو ارزښت زیاتیدو او پروسس په برخه کې کافي ظرفیت او تجربه لري، افغانستان د دې صنعت لپاره د خامو موادو ښه سرچینه کیدلی شي. هغه زیاته کړه چې افغانستان په کال کې له ۲۰ ټنو څخه زیات زعفران تولیدوي، چې دری کاله پرله پسې، افغاني زعفران د کیفیت له پلوه د اروپايي اتحادیې د زعفرانو د نړیوال انسټیټیوټ لخوا په نړۍ کې تر ټولو غوره زعفران نومول شوي او افغان شرکتونه کولی شي له دې سره وکولی شي د لوړ کیفیت زعفران ترڅو هسپانوي او اروپا بازارونو ته صادر کړي.

د لمریزې برښنا او درملو تولید سکتور کې د پانګوونې فرصتونو په اړه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې عمومي رئیس وویل چې افغانستان د کال لږ تر لږه نهو میاشتو لپاره لمریزې ورځې لري، خو افغانستان وارداتي بریښنا باندې تکیه کړی چې د بازار اړیتاوې نشي پوره کولی. هغه هسپانوي شرکتونو او پانګوالو ته بلنه ورکړه چې په افغانستان کې د لمریزې انرژۍ په سکتور کې پانګونه وکړي. هغه زیاته کړه چې افغانستان هرکال د بازار د غوښتنې پوره کولو لپاره لوی مقدار درمل واردوي خو د واردو شوو درملو کیفیت ښه نه دی. څرنګه چې هسپانیه د درملو په تولید کې کافي ظرفیت او تجربه لري، له هسپانیا څخه د کیفیت لرونکي درملو واردول او په افغانستان کې د درملو تولید لپاره ګډو هڅو ته لاره هوارول یو بل فرصت دی چې د افغانستان - هسپانیا د سوداګرۍ شورا کاري چوکاټ کې په عملي ګامونو بدلیدلی شي.

ښاغلي توکل احمدیار وویل " د افغانستان - هسپانیې سوداګرۍ شورا رامینځته کولو او فعالولو سره، موږ کولی شو د دوه اړخیزو سوداګرۍ او ګډ کارونو پراختیا لپاره ډیرو فرصتونو باندې کار وکړو. په بالقوه سکتورونو کې ګټې او فرصتونه تشخیص او د همغږۍ په رڼا کې اغیزمن ګامونه پورته کړو."

پدې ناسته کې برخه اخیستونکو د افغانستان - هسپانیا سوداګریزې شورا له جوړېدو هرکلی وکړ او دا یې د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او ښه والي لپاره یو ښه فرصت او مناسب کاري چوکاټ وباله.