د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په چین کې میشت افغان سوداګرو استازو سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د څارونکي پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د رخت سکتور یو شمیر سوداګرو په چین کې میشت افغان سوداګرو شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړی.
 
د رخت واردوونکو اتحاديې رئیس ښاغلي عبیدالله د هغو ۳۰۰ سوداګرو چې د چین سره کاروبار لري شتو ستونزو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، وویل "د چین له خوا د ویزو نه اجرا کول ددی سوداګرو د کاروبار د ودریدو، د دوی د کورنیو نا معلوم برخلیک او ډیرو نورو ستونزو سبب ګرځیدلی دی."
 
ښاغلي عبیدالله د اتاق د مشرتابه څخه د شتو ستونزو له منځه وړلو برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند د سوداګرو ستونزو اوریدو، تائید او داچې د چین حکومت له خوا دا موضوع په سیمه ایزه او نړیواله کچه د اجرا په درشل کې ده، وویل "یادې ستونزې ته د پای ټکي کیښودو په موخه د اتاق مشرتابه پلاوي تردی دمه ډیر ګامونه پورته کړي دي او هڅه کوي چې د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ سره یاده ستونزو له منځه ویسي."
 
د ناستې په پای کې، ښاغلي مهمند یاده موضوع د تیلفون له لارې د کورنیو چارو وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر سره شریکه او د هغه له لوري ورته د همکارۍ ژمنه ورکړل شوه.