د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس اسپانيي ته د سفر په ترڅ کې، په مادرید کې افغان دایمي سفیر او استازي سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار او ورسره پلاوي اسپانيي ته د سفر په ترڅ کې په اسپانیه کې میشت افغان سفیر او استازي ښاغلي همایون رسا سره ولیدل.
 
ښاغلي احمدیار د افغانستان او اسپانيي ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا په برخه کې د ښاغلي رسا هڅې وستایلې او زیاته يې کړه چې د اسپانيي لپاره افغان سفارت وروستۍ کړنې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د پراختیا، اسپانیه کې افغاني صادراتو ته د لاسرسي، د ګډو پانګه اچونو په موخه د بالقوه فرصتونو د پیژندنې او د افغانستان – اسپانيي ګډ سوداګریز اتاق رامنځته کیدو سبب ګرځیدلې دي.
 
ښاغلي رسا د افغانستان او اسپانيې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا په برخه کې د شتو فرصتونو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، وویل اسپانیه د افغاني صادراتي توکو لپاره بالقوه مارکیټ دی. او اسپانيي لپاره افغان سفارت ژمن دی، چې افغاني صادراتي توکو لپاره په اسپانیي کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.
 
ښاغلي رسا زیاته کړه، دوه اړخیزې سوداګریزې اړیکې د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ کې د ورګډیدو یوه ښه لاره ده. او اسپانیه د افغاني صادارتو لپاره یو ښه بازار دی.
 
د افغانستان غالۍ، زعفران، وچې او تازه میوې، قیمتي او نیمه قیمتي کاڼي د اسپانيي مارکیټونو لپاره افغاني بالقوه صادراتي توکي دي.