د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال د کابل کویډ – ۱۹ روغتونونو ته د اکسیجن ۲۰۰ ډبې په وړیا ډول وویشلې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال او د حاجي ګل آغا پرواني بنسټ رئیس ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او د نبي زاده خیریه بنسټ رئیس ښاغلي کمال نبي زاده د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ښاغلي وحید مجروح سره د تفاهم په پایله کې، د ازبیکستان هېواد څخه پیرودلې د اکسیجن ۲۰۰ ډبې په کابل کې د کویډ – ۱۹ روغتونونو ته په وړیا ډول وویشلې.