د افغانستان – مصر ترمنځ د سوداګریز تواصل په موخه لومړنې کنفرانس په آنلاین ډول په لاره واچول شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي د پانګه اچونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو جان آقا صادقي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د نړیوالو اړیکو او صادراتو ډیپارټمنټونو مسؤلینو د مصر لپاره افغان سفیر ښاغلي محمد محق سره په آنلاین ډول ناسته وکړه.
 
په دی ناسته کې، د مختلفو سکتورونو لکه: روغتیا، بریښنايې توکو، طبي بوټو او وچو او تازه میوو څخه ۳۰ افغان او ۱۵ مصري سوداګرو ګډون کړی وه.
 
ښاغلي محق د افغانستان او مصر پخوانیو اړیکو، دوستۍ او ورور ګلوۍ ته د اشارې کولو ترڅنګ، وویل "د افغانستان د اوسني نظام رامنځته کیدو سره سم، مصر لومړنی عربي او اسلامي هېواد وه چې په افغانستان کې يې خپل سفارت پرانسته او د افغانستان په پراختیا په ځانګړی توګه په علمي او تحصیلي برخو کې يې برخه واخیسته."
 
ښاغلي محق د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري کمه وګڼله او زیاته یې کړه "اوس ددی وخت رارسیدلی چي د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکي لا پسې پراخه او د دواړو هېوادونو سوداګر او پانګه وال پانګه اچونې ته لاسونه بډ وهي."
 
ښاغلي محق په دی برخه کې د خپلې همکارۍ څخه ډاډ ورکولو ترڅنګ، زیاته کړه "ددی پروسې دوام او بشپړتیا مسؤلیت د خصوصي سکتور، سوداګرو او د دواړو هېوادونو کمپنیو په غاړه دی."
ښاغلي مهمند وویل "افغانستان له اوږدې مودې راهیسې له مصر سره مذهبي، کلتوري او فرهنګي مشترکات لري او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق غواړي له دغه هیواد سره سوداګریزې اړیکې پراخه کړي." نوموړي زیاته کړه "که څه هم افغانستان په تیرو وختونو کې له مصر سره سوداګري کوله مګر شمیرنې ښايي چې دا سوداګري لږه ده او باید ډیره شي."
 
ښاغلي مهمند د خپلو خبرو په اوږدو کې وویل "افغانستان په تیرو ۲۰ کلونو کې د اقتصادي او پانګوونې په سکتورونو کې د ډیرو لوړو بدلونونو څخه راوتلی او اوس دغه هیواد د مصري سوداګرو لپاره یو فرصت ګرځیدلی چې له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې له افغانستان سره ښې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې ولري."
 
ښاغلي مهمند ټینګار وکړ چې افغانستان د تریلیونونو ډالرو په ارزښت د ځمکې لاندی ذخیرې لري نو په همدی اساس اړتیا ده چې د سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه، د افغانستان او مصر ګډ اتاق رامنځته او د نظرونو تبادلې په موخه دا ډول ناستې جوړی کړی شي.
 
ښاغلي مایل احمدي وویل "موږ لیواله یو چې د مصر سره د خوراکي موادو په ځانګړی توګه د غوړیو په برخه کې سوداګري وکړو." ښاغلي احمدي زیاته کړه " که چیرې د مصر سوداګر لیوالتیا وښايي، نو دوی کولی شي چې د لمر ګلي له ګلانو څخه جوړ شوي روسي تیل د دوی لپاره صادر کړي، او هغوی د افغان ښاریانو د اړتیاو وړ مواد چمتو او افغانستان ته يې صادر کړي."
 
ښاغلي شینوزاده وویل "سره ددی چې افغانستان د پاکستاني او هندي درملو لپاره یو ښه بازار دی، لیواله یو چې د مصري با کیفیته او مناسب قیمت لرونکو درملو په برخه کې د مصر سره هم سوداګري وکړو."
 
د غونډې په پای کې، د دواړو هېوادونو سوداګرو خپل شرکتونه معرفي کړل او د هغوی د صادراتو په اړه یې خبرې وکړی. د دواړو هېوادونو د بازارونو ارزونې وروسته، افغان او مصري سوداګرو ټینګار وکړ چې افغانستان ته د هغه هیواد څخه د بریښنایی وسایلو، خوراکي توکو او یو شمیر نورو توکو واردولو کې لویه لیوالتیا شتون لري، او که مصري سوداګر هم لیواله وي، نو مصر ته صادراتو لپاره چمتو دي.