د خونې د مديره پلاوي د دوهمې دورې دوه ديرشمه جلسه جوړه شوه

د خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج عبدالحسین فهیم په مشرۍ او د خونې د اکثرو غړو په ګډون د خونې د مدیره پلاوي د دوهمې دورې دوه دیرشمه جلسه، د مدیره پلاوي ددارالانشا په دفتر کې د چهارشنبې په ورځ، د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي په ۱۶مه نیټه جوړه شوه.

په دې جلسه کې، د هېواد اقتصادي وضعیت، د خونې د عامل پلاوي د کړنو ګذارشونه، د خونې د ټاکنو موضوع، مالي بیلانس او همدا رنګه نور موضوعات تر بحث لاندې ونیول شول او په اړه يې لازمې پریکړې وشوي.