د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د هندوستان لپاره افغان سفیر سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي پانګه اچونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړیو هر یو خان جان الکوزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د هندوستان لپاره افغان سفیر ښاغلي فرید مامونزي سره د لیدنې په ترڅ کې په ټرانزیټ او سوداګرۍ کې د شتو ننګونو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند وویل "ّپه واګه بندر کې شته ستونزې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو په برخه کې جدي ننګونه ده او د له منځه وړلو په برخه کې يي باید کوټلي ګامونه پورته کړی شي."
ښاغلي مهمند د خپلو خبرو په اوږدو کې وویل چې د وچو او تازه میوو صادروونکي هم هندوستان ته د خپلو محصولاتو په صادرولو کې له یو لړ ستونزو سره مخ دي چې باید له منځه ولاړې شي او دا چې یو شمیر افغان سوداګر د هندي شرکتونو سره حقوقي او پولي ستونزې لري، د افغانستان د سوداګریزو شخړو حل مرکز سره په همغږۍ کې به ورته د حل لارې چارې ولټول شي.


ښاغلي مهمند د هندوستان لپاره افغان سفیر څخه وغوښتل چې د کابل او ډهلي ترمنځ د سودګریزو اړیکو پراختیا او چابهار بندر کې د پانګه اچونې لپاره زمینه برابره او نوموړي بندر او خصوصي سکتور ته ډیره پاملرنه وکړي.
ښاغلي مهمند د ښاغلي مامونزي څخه د هغو هڅو او فعالیتونو په تړاو چې د خصوصي سکتور ستونزو په له منځه وړلو کې يي ترسره کړي دي، مننه او ستاینه وکړه.  

ښاغلي صافي د ویزو صادرولو په برخه کې شتو ستونزو ته د اشارې کولو ترڅنګ، د ښاغلي مامونزي څخه وغوښتل چې د ویزو په برخه کې شتو ستونزو ته د پای ټکي کیښودلو په موخه د هغه هېواد اړونده مسؤلینو سره خبرې وکړي او دی ستونزې ته د پای ټکی کیږدي.

ښاغلي باز او خان جان الکوزي او واګه بندرونو له لارې هندوستان ته د سوداګریزو توکو لیږد په برخه کې شتو ستونزو ته د اشارې کولو ترڅنګ، وویل چې د چابهار بندر په دی ننګونو د برلاسي بهترینه لاره ده.

ښاغلي عطايي وویل "ّپه واګه بندر او پولي خدمتونو برخه کې شتو ستونزو حل په موخه باید افغان – هندوستان ګډ اتاق رامنځته او په هندوستان کې د پولي خدمتونو مرکز تآسیس کړی شي."

ښاغلي عطايي زیاته کړه "د سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره اړینه ده چې په چابهار بندر کې لازمې آسانتاوې رامنځته کړی شي."

ښاغلي مامونزي ژمنه وکړه چې یادو ستونزو د له منځه وړلو او سوداګریزې پراختیا رامنځته کیدا په برخه کې به ګړندي ګامونه پورته کړي. ښاغلي مامونزي د خپلو خبرو په جریان کې وویل چې نوموړي افغان سوداګرو ته د اوږدمهاله ویزو ترلاسه په برخه کې د هندوستان اړونده مسؤلینو سره خبرې کړي او هغوی افغان سوداګرو ته په ۲ او ۳ کلنو سوداګریزو ویزو صادرولو توافق کړی دی.

نوموړي د دولت په لوړه کچه له هند سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا په برخه کې د جدي توجه غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته حکومت مکلف دی چې د خصوصي سکتور لپاره د پانګونې او سوداګرۍ لپاره ښه چاپیریال برابر کړي.

د ناستې په پای کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په هند کې د افغان سفیر هڅې هغه ته د یوه ستاینلیک په ورکولو سره وستایلې.