پاکستان د تازه ميوو او سبزيجاتو د صادراتي محدوديتونو د لمنځه وړلو لپاره متعهد دی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د نورو ذیربطو ادارو سره په همغږۍ او همکارۍد تازه، وچومیوو او سبزیجاتو د صادراتو او همدارنګه د قرنطین سرټفکیټونو د محدودیتونو ستونزي چې تېر کال د پاکستان هېواد لخوا مطرح شوي وه،له منځه یوړل شول.چې د دغو کوښښونو په پایله کې،د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت د معیني آغلې کامله صدیقي په مشرۍ،د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوې لومړی مرستیال ښاغلې خان جان الکوزی، د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت معین ښاغلې حمدالله همدرد،

د ماليې وزارت معین ښاغلې نجیب الله وردګ او د بهرنیو چارو وزارت د نړیوال سوداګریزو رئیس ښاغلې میر سعید سعیدي په ګډون چې اسلام آباد ته يې د ثور د ۱۷ څخه تر ۲۹  پورې رسمي سفر درلود چې ډیرې ښې لاسته راوړنې درلودلې.

د دغه سفر لاسته راوړنې، په مطبوعاتي کنفرانس کې د پورته ذکر شوو پلاوو په ګډون، همدارنګه د خونې مدیره پلاوي غړي هر یو ښاغلي الحاج نظام الدین تاج زاده او الحاج ابراهیم ظریف، د خوني سلاکار رحم الدین حاجي آغا، د ښځو دخونې رئیسه آغلې منیژه وافق، د منځنیو مالیه ورکوونکو رئیسه آغلې آمنه احمدي، د تازه او وچو میوو صادرکوونکو رئیسان ښاغلي الحاج اختر محمد او حاجی نجابت، همدارنګه د مرکز او ولایاتو سوداګران او د خصوصی سکټور غړو په شمول چې په کابل سټار هوټل کې جوړ کړی وو، د دوشنبې په ورځ د ثور په ۲۴ کال ۱۳۹۷، رسنیو ته وړاندي کړل.

آغلې کامله صدیقي، د دغه سفر پایلې او لاسته راوړنېد افغانستاند سفیر ښاغلي حضرت عمر زاخیلوال په حضور کې او کومې لیدنه يې چې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر او لوړو چارواکوسره درلودلېډیري ښې لاسته راوړنه یې وبللې، او همدارنګه کوم محدودیتونه چې د پاکستان حکومت لخوا د تازه او وچو میوو، سبزیجاتو او کرنیز محصولاتو د قرنطین سرتفکیټ په برخه کې رامنځته شوي وهله منځه یوړل شول.

ښاغلي الکوزي، د دغه سفر لاسته راوړنې د خوني د متواتر کوښښونو او د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت معیني آغلې کامله صدیقي ښه رهبري بللېاو همدارنګه د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزي اړیکي ښه والی د دواړو هېوادونو د اقتصاد په ګټه یاد کړل.

ښاغلي الکوزي، د پاکستان هېواد سرهد ترانزیت مشکل په یادونې سرهچې په پایله کې د نورو بدیلو لارو رامنځته کیدو سبب شولکه د هوایي دهلیزونو پرانیست د هند او نورو هېوادونو سره، او همدارنګه د اپتیکا جلسي له لارې د دواړو هېوادونو تر منځد ترانزیت د ستونزو دایمي حل او د اپټا د قرارداد د تطبیق عادلانه غوښتونکې وو.په همدي ډول د بدیلو لارو موجودیت د وارداتو لپاره موثره وبلله ، مګر د افغانستان صادارت د سیمه ایزو او نورو اروپایي هېوادونو سره د صادراتي محصولاتو د معتبر نړیوالسرتفکیټ نه موجودیت، د نړیوالو معیارونو نشتوالی د پروسس او بسته بندۍ لپاره د مهمو ستونزو څخه وبلله.

د ښاغلي الکوزي په وینا، "که څه هم پاکستان د افغانستان د صادراتو د ستونزو په اړه د نورو هېوادونو سره پوهیده مګر بیا هم تېر کال ‌ډیر محدودیتونه په تازه او وچو میوو، سبزیجاتو او په کرنیز محصولاتو د قرنطین سرتفکیټ باندې وضع کړ." او د پاکستان دغه تصمیم يې چې د افغانستان لوړو چارواکو سره مذاکرات درلود د افغانستان د صادراتو لپاره ډیر ګټور یاد کړ او همدارنګه هیله يې څرګنده کړه چې پاکستان حکومت په خپلو تعهداتو عمل وکړي.

د خوني د مدیره پلاوي لومړي مرستیال، وویل: " تېر کال د سوداګرۍ وزارت له لارې پاکستان ته مونږ ۶۰۰۰ تنه پنبه صادرات درلودل، مګر کوم اسناد چې د پاکستان هېواد سره موجود دي د دې ښودونکي دي چې یوازې ۲۲۰ زره تنه پنبه د افغانستان څخه پاکستان ته وارد شوې ده."او په همدې اساس د سوداګرو څخه يې په جدي ډول غوښتنه وکړهتر څو پاکستان ته د نورو هېوادونو د میوو او پنبې صدور د افغانستان د نوم څخه په غلطې استفادې مخنیوې وکړي.ښاغلي الکوزي د پاکستان هېواد تعهد د افغانستان  د ۲۰ زره تن پنبې د صدور اجازه په کانټنرې بستو کې د کرنې وزارت د سرتفکیټ په تائید او د پورته ذکر شوو ستونزو حل یو ډیر ښه کړنه وبلله.

په اخر کې، د پلاوو د غړو او هغو کسانو څخه چې په دې برخه کې کوښښونه کړي، د هېواد د سوداګرو او د خصوصي سکټور د غړو لخوا تقدیر شول.