د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د رخت پلورونکو اتحاديي له رئیس او یو شمیر نورو سوداګرو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي پانګه اچونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي د رخت پلورونکو اتحاديي له رئیس ښاغلي حاجي عبید او یو شمیر نورو سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې ددوی د شتو ستونزو او افغان سوداګرو ته د چین ویزو نه ورکولو په اړه خبرې اترې وکړی.
 
ښاغلي مهمند ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، وویل "افغان سوداګرو ته د چین ویزې نه ورکول دوی د یو لړ ننګونو سره مخ کړي دي او ددی ستونزې د له منځه وړلو په موخه باید ژر تر ژره د چین سفارت او د نوموړي هېواد سوداګریز قونسل سره خبرې وشي."
 
ښاغلي مهمند د رخت پلورونکو اتحاديي رئیس او نورو سوداګرو سره ژمنه وکړه چې اتاق به ددوی دی ستونزې ته د پای ټکي کیښودلو په موخه یوه آنلاین ناسته د چیني مقاماتو، دولتي سکتور مسؤلینو، کابل کې د چین میشت سفیر، په چین کې میشت افغان سفیر او یو شمیر سوداګرو په ګډون ترسره او شتو ستونزو ته به د حل لارې چارې ولټوي.
 
ښاغلي صافي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو اړیکو کې شته ستونزې تاید او زیاته يي کړه چې د کرونا ویروس د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو اړیکو خورا بده اغیزه کړی ده. ښاغلي صافي هیله څرګنده کړه چې د کرونا ویروس په له منځه تلو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې یو ځل بیا غښتلې او د ویزو ستونزه به له منځه ولاړه شي.
 
ښاغلي حاجي عبید او نورو سوداګرو د چین له لوري افغان سوداګرو ته د ویزو نه ورکول جدي ستونزې بللو ترڅنګ، زیاته کړه چې د اوږدې مودې راهیسې د ۲۵۰ سوداګرو سوداګریز توکي په چین کې د ویزو نشتون له امله بند دي او تراوسه ددی ستونزې د له منځه وړلو په برخه کې هیڅ ګام نه دی پورته شوی.
 
دوی د خپلو خبرو په جریان کې وویل "موږ د خپلو ستونزو حل په موخه څو وارې د بهرنیو چارو وزارت له مسؤلینو سره اړیکې نیولي دي خو د هغوی کړنې بسنه نه کوي. موږ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هغو هڅو چې زموږ د ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې یې ترسره کوي، د زړه له کومي ستاینه او مننه کوو".