د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د کار نړیوال سازمان (ILO) په آنلاین ناسته کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د کار نړیوال سازمان کلنۍ ناسته کې په آنلاین ډول ګډون او د اتاق په استازیتوب يې خپل نظر څرګند کړ.
 
ښاغلي عطايي د کار نړیوال سازمان سره د اتاق لرغوني غړیتوب په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، د خصوصي سکتور فعالیتونو په وړاندی شته ننګونې په لاندی ډول بیان کړې:
• د نړیوال بانک احصایې پر بنسټ، افغانستان په اوسط ډول ۳.۲ سلنه نفوس لري، پداسې حال کې چې لویې ننګونې د دې لامل شوي چې په وروستیو کلونو کې د هیواد په ناخالصو کورنيو تولیداتو کې د پام وړ کموالی چې ۱.۵ سلنه ته رسیږي رامینځته شوی
• په تیرو څو کلونو کې په هیواد کې د بیکارۍ کچه ښه حالت کې نده، ځکه چې له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال پورې د افغانستان ۱۱.۱۶ سلنه وګړو د بیکارۍ اوسط تجربه کړی.
• هر کال په منځنۍ توګه ۴۰۰ زره د کار وړ افغانان د کار بازار ته ننوځي، پداسې حال کې چې د کار لپاره غوښتنه د ارقامو په پرتله خورا ټیټه ده
• له ۲۰۰۲ م زیږدیز کال راهیسې شاوخوا ۵ ملیونه او ۳۰۰ زره وګړي بیرته هیواد ته راستانه شوي، پداسې حال کې چې شاوخوا یو ملیون هر کال د خراب امنیت له امله بې ځایه کیږي
• د وګړو په پرتله د کارموندنې نرخ نږدې ٪ ۴۲.۵ښیې، کوم چې په هیواد کې کار کولو کې د ښکیلو خلکو ټیټه کچه په ګوته کوي
• ۷۷ سلنه افغانان په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي او ډیری یې لومړنۍ زیربناوې نلري، پداسې حال کې چې نږدې ۲۱ سلنه یې په خورا غربت کې ژوند کوي، په تیرو کلونو کې د اصلي کورنيو ناخالصو تولیداتو وده د تیر کال په پرتله د پام وړ کمه شوې ده
• د تخنیکي او مسلکي کارکونکو، د ټیکنالوژۍ او ماشینري په برخو کې متخصص پرسونل نشتون، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز غیر صحي وضعیت او د کوویډ - 19 ویروس ناروغي پورتني حالت کې اضافه کړې
ښاغلي عطايي هغه فرصتونو ته په لاندی ډول اشاره وکړه چې د کار نړیوال سازمان، د افغانستان حکومت او په هیواد کې د ټولنیزو شریکانو د ګډو هڅو په پایله کې له 2002 وروسته بیرته پیل شوي:
• په هیواد کې د سواد کچه په ۱۹۷۹ کې له ۱۸.۲ سلنې څخه په تیرو کلونو کې ۵۵ سلنې ته لوړه شوې
• د هیواد خصوصي سکتور لخوا د پانګوونې او کاري کچې زیاتوالی
• په افغانستان کې د کار ښه پروګرام تطبیق (۲۰۱۸-۲۰۲۰) زیږدیز کال د درې اړخيزې همکارۍ یوه ترټولو ستره لاسته راوړنه ده
• د کارګرانو د عالي شورا تاسیس او فعالیت
• د کوچنيو او منځنیو تصدیو وده
• د نړیوال کار کنوانسیونونو کې د افغانستان ګډون لاسرسی او په هیواد کې د ماشومانو د کار کمولو ته پاملرنه
 
ښاغلي عطایي خپلو ټولنیز شریکانو ته د افغانستان لپاره د مناسب کاري وضعیت او د کار بازار رامینځته کولو لپاره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې د کار نړیوالو معیارونو سره سم به په هېواد کې د کار مناسب چاپیریال رامنځته کړي