د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د شپږ فیصده تشویقي کڅوړې په اړه د غالۍ سکتور له مسؤلینو سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق د پانګه اچوونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د غالۍو اتحاديي له رئیس ښاغلي عظیم اسلم زاده، د کابل غالۍو تولیدوونکو او صادروونکو انجمن رئیس ښاغلي قربان علي جمشید زاده او ددی صنعت له یو شمیر نورو سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له خوا ماليي، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو ته د شپږ فیصده تشویقي کڅوړې وړاندیز په اړه خبرې اترې وکړی.
 
ښاغلي مهمند لومړی ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل: "د مالیې وزارت ته د غالۍ صنعت د ودې لپاره د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لخوا وړاندیز شوی شپږ سلنه تشویقي بسته منظوره شوې او دا تشویقي کڅوړه کولی شي په بهر کې د غالۍ صادراتو په برخه کې لازمې آسانتیاوې رامینځته کړي.
 
ښاغلي مهمند د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې د غالۍ ځینې سوداګر لاهم په پاکستان کې دي او دا چې حکومت باید هڅه وکړي د دوی لپاره دا اسانه کړي چې بیرته له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شي او په هیواد کې دننه خپل فعالیتونه پیل کړي.
 
ښاغلي خیرالدین مایل د غالۍ اوبدونکو څخه وغوښتل چې د تشویقي کڅوړې څخه د ګټې اخیستلو په موخه باید کمیسیون رامینځته کړي، او اتاق د دوی سره کار کوي ترڅو د غالیو صادرونکو لپاره د هڅونې بسته چې د مالیې وزارت له خوا ورته په نظر کې د ترلاسه کولو په برخه کې د ستونزو رامنځته کیدو مخه ونیسي.
 
ښاغلي صافي هیله څرګنده کړه چې د لا زیاتو آسانتیاوو رامنځته کولو لپاره باید هڅې وشي او دا چې د هیواد د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د غالیو صنعت ته وده ورکولو لپاره پدې برخه کې له صنعتکارانو سره نږدې کار او همکاري وکړي.
 
ښاغلي الکوزي وویل "حکومت باید د غالۍ صنعت د ودې لپاره کوټلي ګامونه پورته او مالیه باید ورته معاف کړي؛ ځکه چې دا صنعت د خلکو لپاره د کار فرصتونه پیداکوي. هغه زیاته کړه چې د پولي خدمتونو نه شتون د غالۍ اوبدونکو لپاره بله ننګونه ده کله چې بهر ته صادریږي، او دا چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه دنده لري ترڅو دا مسله ژر تر ژره د مرکزي بانک له چارواکو سره راپورته کړي او باید ورته پاملرنه وشي. ترڅو نور غالۍ اوبدونکي پدې برخه کې کوم شکایت ونه لري.
 
د غالیواتحادیي رئیس ښاغلي اسلم زاده د غالۍ سکتور په وړاندې ننګونو په اړه اندیښنه څرګنده او وی ویل چې د غالۍ پانګوالو هڅولو لپاره د ماليې وزارت لخوا د یو شمیر نورو بنسټونو په همکارۍ رامینځته شوې کړنلاره ښه کار نه کوي او باید بډایه شي. هغه وویل چې د غالۍ صنعت اوس د خپلو صادراتو ۷۵ سلنه له پاکستان څخه صادروي او پاکستان ډیره ګټه ترې ترلاسه کوي.
 
د غالیو سوداګر هم په دې باور دي چې د حکومت لخوا په هیواد کې د غالیو د سکتور ودې لپاره د زیاتو اسانتیاو په رامینځته کولو سره ، د غالیو جوړونکي به په افغانستان کې د غالۍ صنعت په برخه کې لا زیاته پانګونه وکړي.