د افغانستان د سوداګرۍ او صناېعو خونې او آلمان هېواد د نړېوالې پرمختیا د ادارې (جی-ای-زید) تر منځ د همکارېو د هوکړې سند لاسلیک شو

د سه شنبې ورځ، د ۱۳۹۷ کال د ورې د میاشتې په ۷مه نېټه، د افغانستان د سوداګرۍ او صناېعو خونې د عامل پلاوي رئیس ښاغلي عتیق الله نصرت د افغانستان لپاره د آلمان هېواد د نړېوالې پرمختیا د ادارې (جی-ای-زیډ) له عمومي رئیس ښاغلي کارستین شیمیتز هوفمن او ورسره پلاوي سره چې د یادې ادارې د پائېدار اقتصاد او کارموندنې د پرمختیا د برخې رئیس ښاغلې امبروس دوزر او د جی-ای-زیډ سلاکارښاغلي ډاکټر مسعود پروانفر ګډون درلود، وکتل.

ښاغلي نصرت راغلیو میلمنو ته ښه راغلاست وویل او د تېرو لسو کلونو په ترڅ کې يې د آلمان هېواد د نړېوالې پرمختیا د ادارې (جی-ای-زیډ) له مرستو، په خاصه توګه د ګڼو هغه پروژو څخه چې د دغه ادارې په مرسته تر سره شوي، مننه وکړه. هغه دغه راز د یو لړ پرمختګونو په خاصه توګه د کانونو په برخه کې د هغه مشوقاتو څخه یادونه وکړه چې د حکومت لخوا پانګه والو ته ورکول کیږي.

ښاغلي نصرت د یو شمېر سترو پروژو په خاصه توګه د ټاپي د پروژې او یو لړ ستونزو په اړه چې د خصوصي سکټور پر وړاندې شتون لري، د بېلګې په توګه نا امنۍ، چاودنو او د تښتونو د پېښو په اړه هم راغلي خپل تشویش راغلي پلاوي ته وړاندې کړل.

دافغانستان لپاره د آلمان هېواد د نړېوالو مرستو د ادارې رئیس په تېر وخت کې د خپلو فعالیتونو او کړنو څخه د افغانستان د سوداګرۍ او صناېعو خونې رئیس ته معلومات ورکړل او په راتلونکي کې د یادو دواړه ادارو تر منځ د لازیاتو همکارېو په کولو ټینګار وکړ. هغه دغه راز زیاته کړه: «د سوداګرۍ او صناېعو خونې مرستې زمونږ لپاره خاص ارزښت لري او خصوصي سکټور ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې مونږ د سوداګرۍ او صناېعو خونې سره په ګډ کار ویاړو». هغه دغه راز په افغانستان کې د پانګې اچونې په موخه د آلماني پانګه والو د هڅولو ژمنه هم وکړه.

په پاې کې د یادو دواړه ادارو تر منځ د مرستو د دوام هوکړه لیک د افغانستان د سوداګرۍ او صناېعو خونې د عامل پلاوي د رئیس ښاغلي عتیق الله نصرت او جي-اې-زیډ د پایدار اقتصاد او کارموندنې د پرمختیا د برخې د رئیس، ښاغلي امبروس دوزر لخوا لاسلیک شو. دغه راز ښاغلې ډاکټر مسعود پروانفر د هغه د غوره خدمتونو له امله د تقدیر د سند په ورکړې سره وستایل شو.