د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د ملي تدارکاتو ادارې په ناسته کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د ملي تدارکاتو عمومي ادارې رئیس ښاغلي کبیر خان عیسی خیل، د مختلفو اتاقونو رئیسانو او استازو او د خصوصي سکتور د پنځوسو (۵۰) زیاتو مسؤلینو په هغه غونډه کې چې د ارګ په سلام خانه کې جوړه شوې وه، ګډون او په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو په اړه يې د اتاق نظرونه مطرح کړل.
 
ښاغلي عطايي په خپلو خبرو کې د خصوصي شرکتونو سره د ملي تدارکاتو ادارې په قراردادونو کې ستونزو ته اشاره وکړه او د حلولو لپاره یې په لاندې ټکو ټینګار وکړ:
• د محرومیت موده راکمه کړی شي
• تړونونه باید په یوې واحدې سرچینې پورې محدود او سیالۍ ته کیښودل شي
• وروستيو پرمختګونو ته په ګوتو، کورنیو تولیداتو ته باید ډیر لومړیتوب ورکړل شي
• د شرکتونو تادیې باید د مالیې وزارت لخوا تادیه کړی شي، ځکه چې د قرارداديانو څخه ډیری پیسې په دولت باندی پاتی دي
• د محرومولو میکانیزم په اړه باید تجدید نظر وشي
• د تدارکاتي پروسو روڼتیا په موخه باید شفافیت لا ډیر شي
 
د مختلفو اتاقونو، خصوصي شرکتونو او ملي تدارکاتو ادارې استازو لخوا د مفصلو بحثونو وروسته، له ۵۰ څخه ډیر شرکتونه چې دمخه د تدارکاتو پروسې څخه محروم شوي و؛ د تدارکاتو ادارې د نوي مشرتابه د هڅو په پایله کې د تور لست څخه راووتل او تصویب یې ترلاسه کړ.
 
ښاغلي عیسی خیل د خصوصي سکتور سره په تړونونو او تدارکاتي پروسو کې د روڼتیا راوستو لپاره د خپلې هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.