د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د ولسي جرګې غړي او ملي سوداګر ښاغلي غلام عباس ابراهیم زاده سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي او د مدیر پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د ولسي جرګې غړي او ملي سوداګر ښاغلي غلام عباس ابراهیم زاده سره د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې د لیدنې په ترڅ کې د خصوصي سکتور شتو ستونزو او ددی ستونزو په له منځه وړلو کې د ولسي جرګې همکارۍ په اړه خپل نظرونه سره تبادله کړل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي ښاغلي ابراهیم زاده ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په دی سختو شرایطو کې د خصوصي سکتور فعالیتونو او د نوموړي سکتور په لاره کې د شته ننګونو په اړه خبرې وکړی او په دی ننګونو باندی د برلاسي کیدو په برخه کې يې د ولسي جرګې په همکارۍ ټینګار وکړ.

ښاغلي ابراهیم زاده د ولسي جرګې او خصوصي سکتور تر منځ نږدې همکارۍ په ځانګړې توګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره مهمه وبلله او د خصوصي سکتور د شته ننګونو په حل او د هغوی د فعالیتونو د ودې په برخه کې يې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.