د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغانستان، آذربایجان او ترکمنستان ترمنځ د دری اړخیزه اقتصادي همکاریو میکانیزم په اړه ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د اتاق د ټرانسپورټ او ټرانزیټ کمېټې مرستیال ښاغلي لطف الله امیني، د بامیان ولایتي اتاق رئیس، د ټرانسپورټ، سوداګرۍ او صنعت، او عامه ګټو وزارتونو او د ټرانسپورټي شرکتونو رئیسانو په ګډون د افغانستان، آذربایجان او ترکمنستان ترمنځ د دری اړخیزه اقتصادي همکاریو میکانیزم په اړه ناسته د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه.

ښاغلي عطايي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنک، وویل "دغه ناسته د ټرانسپورټ وزارت کې د جوړو شوو ناستو د لړۍ څخه یوه ده، چې د افغانستان، آذربایجان او ترکمنستان له لارې د تیر سیستم په واسطه د آزمایښتي محموملې د څیړلو په موخه ترسره کیږي."

ښاغلي عطايي زیاته کړه "په دی ناسته کې به په دی مسیر کې د تیر سیستم تطبیق په برخه کې د شتو ننګونو، په افغانستان کې د خصوصي ټرانسپورټي شرکتونو امکاناتو او وړتیاوو او نورو موضوعګانو باندی خبرې اترې وشي."

وروسته بيا د رحمت مؤمن نړیوال ټرانسپورټي او بارچالاني شرکت ریاست او افغان تیر په واسطه ترتیب شوې پریزنټیشن د یوې طرحې په توګه ګډونوالو ته وړاندی کړی شو او ګډونوالو يې په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل.

د ناستې په جریان کې، د اړونده ادارو له خوا د لاجوردو له لارې د آزمایښتي محمولې په انتقال او په دی برخه کې په کم لګښت، د خصوصي شرکتونو د وړتیاوو په اړه د ډاډ ترلاسه کولو او ددی لارې په ګډه ویزه باندی ټینګار وشو.

ښاغلي امیني د وړاندی شوي پریزنټیشن په اړه د ګډونوالو نظرونه مطرح او ناسته يې پای ته ورسوله.