د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د هندوستان لپاره افغان جنرال قونسل سره آنلاین ناسته وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د کندهار ولایتي اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي حاجي محمد داوود قادري، د اتاق د نړیوالو اړیکو او صادراتو او پانګه اچونې پراختیا ډیپارټمنټونو مسؤلینو د هندوستان لپاره افغان جنرال قونسلې آغلې ذکیه وردګ سره د یوې آنلاین ناستې په ترڅ کې د افغان سوداګرو شتو ستونزو، ننګونو او فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړی.

ښاغلي مهمند په هندوستان کې د افغان سوداګرو په لاره کې د شتو ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې د آغلې وردګ هڅې وستایلې خو زیاته يې کړه چې دا هڅې بسنه نه کوي او د یادو ستونزو د له منځه وړلو په موخه باید نور کوټلي ګامونه پورته کړی شي.

ښاغلي مهمند د تازه او وچو میوو، هنګ او تالک ډبرو په لاره کې د شتو خنډونو یادولو ترڅنګ، زیاته کړه "هغو هندي ډاکټرانو ته چې د روغتیا په برخه کې د ښه شهرت لرونکي دي، باید په افغانستان کې ورته پانګه اچونه وشي او د کار کولو زمینه ورته برابره کړی شي."

ښاغلي هوتک په چابهار بندر کې د شتو ستونزو یادولو ترڅنګ، زیاته کړه "په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې د لومړي ځل لپاره هندوستان ته د افغانستان صادراتو کې کموالې رامنځته شو. په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې افغانستان د هندوستان څخه ۴۸۹ میلیونه ډالره واردات او نوموړي هېواد ته يې د ۴۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي چې هندوستان ته په صادراتو کې د پام وړ کموالې څرګندوي."

نوموړي وړاندیز وکړ چې د دواړو هیوادونو د سوداګرو د پیسو خدمتونو ستونزو د حل په موخه دی د خصوصي بانکونو نماینده ګي د افغانستان او هندوستان له حکومتونو سره په همغږۍ جوړه شي.

په دې ناسته کې د اتاق د نړیوالو اړیکو او صادراتو څانګو چارواکو په ممبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ لپاره د سوداګرو ځانګړې غوښتنې شریکې کړې. دوی د ممبۍ او کندهار تر منځ د تازه مېوو سوداګرو ستونزو د له منځه وړلو او یو شمیر نورو محصولاتو ستونزو حلولو لپاره د ګډې خونې جوړول خورا مهم وګڼل او زیاته یې کړه چې پدې برخه کې باید عملي ګامونه پورته کړی شي.

د کراچۍ له لارې هندوستان ته د افغاني محصولاتو صادرولو په پروسه کې د ګړندۍ پروسې نه شتون یوه بله ستونزه وه چې ورته اشاره وشوه او په دې برخه کې د لا زیاتو تاسیساتو رامینځته کولو باندې ټینګار وشو.

آغلې ذکیه وردګ په هندوستان کې د افغان سوداګرو ستونزو تایئدولو ترڅنګ، زیاته کړه چې ددی ستونزو د له منځه وړلو لپاره باید کوټلي ګامونه پورته کړی شي. د آغلې وردګ په وینا، د دواړو هیوادونو حکومتونه باید د سوداګریزو اړیکو پراخولو لپاره ځانګړې تګلاره غوره کړي ترڅو د دواړو هیوادونو صادرات تر یوې اندازې پورې ښه شي، او د شته ستونزو لپاره باید یوه اساسي حل لاره وموندل شي.


هغې زیاته کړه چې ډیري افغان سوداګر د هندي شرکتونو سره قانوني ستونزې لري او باید دا ستونزې حل شي. په ممبۍ کې د افغانستان آغلې قونسلې وویل چې د دواړو هیوادونو قراردادي شرکتونه باید د تړون کولو څخه دمخه د دې شرکتونو په اړه بشپړه څیړنه ترسره کړي ترڅو د حقوقي ستونزو یا د پیسو ترلاسه کولو کې ځنډ سره مخ نشي.


آغلې وردګ زیاته کړه چې ډیر ژر به د ممبۍ په ښار کې د افغاني محصولاتو بازار موندنې په اړه غونډه جوړه شي او له اتاق څخه یې وغوښتل چې د هندي شرکتونو سره د پانګونې یا سوداګرۍ په برخه کې لیواله شرکتونه معرفي کړي ترڅو په دغه ناسته کې برخه واخلي.