د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د نړیوالو مالي مرستو سازمان (IFC) له مسؤلینو سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د نړیوالو مالي مرستو سازمان (IFC) له مسؤلینو هر یوې آغلې دیشا پاندی او جوشي سره د لیدنې په ترڅ کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي عطايي ددی ناستې په اړه د (IFC) مسؤلینو لیوالتیا او اتاق سره د نوموړې مؤسسې د تلپاتې همکارۍ ستاینه وکړه. ښاغلي عطايي د (IFC) مسؤلینو ته د اتاق په اړه هر اړخیز معلومات لکه: د خصوصي سکتور له لوري د لویو پروژو تطبیق، په مختلفو پروژو کې د عامه پوهاوي، کورنیو او نړیوالو پروګرامونو او د کاروبار سروې ګانو په برخه کې د اتاق د ویب پاڼې او ټولنیزې رسنۍ (فیسبوک) له لاری خبر رسونې په هکله بشپړ معلومات وړاندی کړل.
 
د (IFC) مسؤلینو د خصوصي سکتور په فعالیتونو کې د جنډر پروګرامونو په لاره اچولو، د ناستو جوړولو او اړونده سروې ګانو ترسره کولو او د اړتیا وړ معلوماتو تبادله کولو په برخه کې د یو تفاهملیک لاسلیکول اړین وبلل.
 
ښاغلي عطايې د (IFC) او اتاق ترمنځ د همکارۍ تفاهملیک لاسلیکولو په اړه خوښي څرګنده او د ګډو همکاریو په برخه کې يې د اتاق د هرډول همکارۍ او چمتو والي ډاډ ورکړ.