د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس د افغانستان لپاره د بیلاروس له سفیر سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د افغانستان لپاره د بیلاروس له سفیر ښاغلي اولیګ ایوانف سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو په پراختیا او ګډو همکاریو خبرې اترې وکړی.
 
په دغه ناسته کې چې د نړیوالو اړیکو مسؤل هم ګډون درلود، ښاغلي ایوانف د افغانستان او بیلاروس ترمنځ ګډ اقتصادي کمیسیون او همدارنګه د سوداګریز نښلونکي کنفرانس په اړه چې د روان زیږدیز کال د جون د ۲۸مې څخه تر جولای ۲مې پوری به دوام وکړي ښاغلي عطايي ته هراړخیز معلومات ورکړل.
 
ښاغلي ایوانف د ښاغلي عطايې څخه وغوښتل چې په نوموړي کنفرانس کې د ګډون په موخه دوی ته ۲۰ تنه سوداګر او پانګوال ور وپیژني.
 
ښاغلي اولیګ ایوانوف زیاته کړه چې بیلاروس په پام کې لري چې د سوداګرۍ ویزو ستونزې د حل په موخه په کابل کې د بیلاروس د سوداګرۍ اتاق رسمي نمایندګي او افتخاري قونسلګري پرانیزي.
 
د بیلاروس سفیر د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه چې په کال کې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالره ده، کمه وبلله، او د سوداګرۍ د زیاتوالي پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
 
هغه افغانستان ته د صادراتو زیاتوالي په ځانګړي توګه تخنیکي او کرهنیز تجهیزاتو ته د خپل هیواد چمتووالي یادونه وکړه او د هغه هیواد په استازیتوب یې ژمنه وکړه چې د کرنې د میخانیک کولو او د کرنیزو سندونو په ورکولو کې له افغانستان سره همکاري کوي.
 
ښاغلي عطایي د بیلاروس سفیر ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو په اړه بشپړو معلوماتو وړاندې کولو پرمهال، د دې سوداګریزې ناستې په جوړولو او د افغان سوداګرو او پانګوالو برخه اخیستنې په تړاو د اتاق چمتووالي او همکارۍ پوره ډاډ ورکړ.
 
ښاغلي عطايي هغه تفاهملیک ته په اشارې کولو سره چې څو کاله وړاندی لاسلیک شوی وو، زیاته کړه چې د هغه تفاهملیک مواد چې عبارت دي له: ګډو نندارتونونو په لاره اچول او د سوداګریزو ارقامو او پلاوو تبادلې څخه، نه دي عملي شوي.
 
ښاغلي عطايي وویل چې د یاد تفاهملیک موادو په عمل کې د پیاده کولو په موخه باید یو سوداګریز استازی د بیلاروس سوداګرۍ اتاق له خوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته ور وپیژندل شي، ترڅو د تفاهملیک په عملي کولو کې لازم ګامونه پورته کړی شي.