د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د امریکا لپاره افغان سرپرست سفیر سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي سید جاوید برهان، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د امریکا لپاره افغان سرپرست سفیر ښاغلي عبدالهادي نجرابي سره د لیدنې په ترڅ کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي احمدیار ښاغلي نجرابي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د ښاغلي نجرابي چې د خصوصي سکتور یو غړی دی د امریکا لپاره د افغان سفارت سرپرست په توګه ګمارنه يې وستایله.
 
ښاغلي احمدیار د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خصوصي سکتور یو ګډ کور بللو ترڅنګ، ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د پانګه اچوونې لپاره باید لازمې آسانتیاوې رامنځته کړی شي.
 
ښاغلي مهمند د هلمند ولایت د مالوچو فابریکې د بیا په کار پیلولو غوښتنې ترڅنګ، هغو ننګونو ته اشاره وکړه چې امریکا ته د افغان ممیزو صادرولو په برخه کې پرتې دي او په دی برخه کې يې د امریکا لپاره افغان سفارت څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
د اتاق مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز د سوداګرو لپاره د ویزو اخیستو په برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه او زیاته يې کړه چې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د غښتلتیا او پراختیا په برخه کې باید کوټلي ګامونه پورته کړی شي.
 
ښاغلي باز وویل "د کرونا ناورین د دواړو هېوادونو په سوداګریزو اړیکو خورا بدې پایلې پریښې او د بیا په پښو ودریدو لپاره يې باید ګړندۍ هڅې وشي. "
 
ښاغلي سید جاوید برهان د متحده ایالاتو په ګډون د افغانستان او د نړۍ پرمختللو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا چې له شلو کلونو راهیسې په بیلابیلو برخو کې د افغان حکومت پیاوړی ملاتړ کونکی دی اړینه وبلله. ښاغلي برهان د افغان او امریکايې سوداګرو ترمنځ د اړیکو د غښتلتیا په موخه، د یوې سوداګریزې نښلوونکې ناستې د جوړیدو غوښتنه وکړه او د افغان-امریکا سوداګریزو اړیکو په غښتلتیا او پراختیا يې ټینګار درلود. نوموړي ټینګار وکړ چې اتاق د یو اغیزمن میکانیزم او په دې برخه کې په ځانګړي پلان کار کوي ترڅو د سوداګریزو توکو تبادلې کچه لوړه کړي.
 
هغه د امریکا لپاره په افغان سفارت غږ وکړ چې افغان سوداګرو ته د ویزې صادرولو، سوداګریزو اړیکو ښه کولو، په حضوري او آنلاین ډول سوداګریزو غونډو ته د زمینې برابرولو لپاره په ګډه کار وکړي او امریکایی پانګه وال دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
 
ښاغلي عطايې وویل "له نېکه مرغه، په وروستیو کلونو کې، د نړیوالو معیارونو سره سم د کورنیو تولیداتو د پروسس او بسته بندۍ په برخه کې ډیر کار شوی دی."
 
ښاغلي عطايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو غښتلتیا او پراختیا په موخه، لاندی وړاندیزونه مطرح کړل:
• د کابل – واشنګټن ترمنځ هوایي دهلیز جوړیدل
• په امریکايې بازارونو کې افغان محصولاتو ته لازمه بازار موندنه کول
• د سوداګریزو کنفرانسونو او نندارتونونو په لاره اچول
• د (ACCI) او (AACCI) ترمنځ د یوه تفاهملیک لاسلیکول
 
ښاغلي نجرابي وویل "امریکا د افغاني محصولاتو سره د یوې ځانګړې لیوالتیا لرلو ترڅنګ، نه یواځې په امریکا بلکه په نورو هېوادونو کې هم ورته بازار موندنه کوي."
ښاغلي نجرابي ژمنه وکړه چې یادې ټولې موضوعګانې به د امریکا متحده ایالاتو اقتصادي مسؤلینو سره شریکې او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پراختیا او غښتلتیا برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموي.
 
د ناستې په پایله کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د امریکا لپاره افغان سرپرست سفیر ته د ستاینلیک په ورکولو سره، هغه ته ویاړ وبخښه.