د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د اسیايي ماشومانو له پاره د کار سیمه ایز پروګرام (ARC) کې ګډون او ویناوالي وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو، په افغانستان کې د (ILO) مؤسسې مسؤلینو، د کارکوونکو ملي اتحاديې او د خصوصي سکتور یو شمیر غړو د اسیايي ماشومانو له پاره د کار سیمه ایز پروګرام (ARC) کې ګډون وکړ.
 
ښاغلي عطايې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د استازي په توګه، وویل "اتاق خپل کاري ستراتیژۍ او د هیواد خصوصي سکتور کې، د ماشومانو د کار د له مینځه وړو په برخه کې برنامې لري او تل یې د خپلو کاري ملګرو سره شریکي کړي دي. نوموړي د جنګ وروسته په ځانګړی توګه د اوسني وضعیت تشریح کولو ترڅنګ، د فقر شتون، ناامني، د پوهاوي نشتوالی، په مخدره توکو روږدي کېدل، د دولت لخوا د ماشومانو د ملاتړ کڅوړو نشتوالی، د ماشومانو د کار کولو اصلي عوامل په ګوته کړل.
 
ښاغلي عطايي ددی ماشومانو د کار ځایونه ډیر خطرناک وبلل او زیاته يې کړه چې د ټولنیز نقط نظره کولی شي د خلکو لپاره د ډیرو ستونزو سبب وګرځي. ښاغلي عطایي زیاته کړه: "د ۲۰۱۸ او۲۰۳۰ کلونو ترمینځ د ماشومانو د کار له منځه وړلو تګلاره خورا غیزمنه کیدی شي که چیرې هغه مالي او تخنیکي خنډونه چې د پلان عملي کیدو په برخه کې شتون لري، له منځه یووړل شي."
 
په دی ناسته کې د (ILO) مؤسسې ستر استازي ښاغلي محمد رامین بهزاد، د کار او ټولنیزو چارو وزارت معینانو هر یو ښاغلي غلام حیدر جیلاني او محمد اجمل شاپور او د کارکوونکو اتحادیې رئیس ښاغلي عبدالمعروف قادري په هېواد کې د ماشومانو ناوړه کاري وضعیت په اړه د خبرو کولو وروسته، ددی ناړه پدیدې د له منځه وړلو په برخه کې د خپلو ادارو لاس لاندی پروګرامونه مطرح او وړاند کړل.
 
د یونیسف او پوهنې وزارت د لومړنیو شمېرو له مخې تیرکال شاوخوا ۳،۷ ملیونه ماشومان له ښوونځي څخه محرومه، چې شاوخوا ۸۰ سلنه یې په کارګرو ماشومانو بدل شوي دي. په ۲۰۱۸ زیږدیز کال په ارجنټاین کې د (ILO) مؤسسې په یوه کنفرانس کې د افغانستان حکومت وکړه چې تر ۲۰۲۵ زیږدیز کال پوری به په افغانستان کې د ماشومانو کارکونه له منځه یوسي.
 
په دی ناسته کې د (ILO) مؤسسې ځینو مسؤلینو په آنلاین ډول ګډون او وینا وکړه.