د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د (GIZ) مؤسسې له مسؤلینو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د جي آی زیډ مؤسسې د مسلکي تعلیماتو مسؤل ښاغلي برایر، د څیړنې مسؤل ښاغلي وینس زنګر، او د همغږۍ مسؤلې آغلې سانیا سره د یوې آنلاین لیدنې په ترڅ کې په افغانستان کې د (GIZ) مؤسسې د پروژو او په افغانستان کې يې د عملي کیدو په برخه کې د اتاق رول په اړه خبرې اترې وکړی.

په دی ناسته کې چې د اتاق د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل هم ګډون درلود، ښاغلي عطايې د جي آی زیډ مؤسسې مسؤلینو ته د اتاق د کړنو په اړه مالومات وړاندی کړل او د دواړو ادارو ترمنځ د همکارۍ غوښتونکی شو.

ښاغلي عطايې وویل چې د کرونا ویروس د جي آی زیډ مؤسسې په پروژو باندی ناوړه اغیزې کړي او دی ته اړتیا ده چې یو ځل بیا ګډو همکاریو ته مټې راونغاړو.

د عامل پلاوي سرپرست رئیس زیاته کړه "اتاق د جی آی زیډ مؤسسې په مرسته په هېواد کې د دوامداره سروې ګانو او راستنیدونکو ځوانانو کې د سوداګریزو مفکورو پیداکولو په موخه د پروګرامونو په لاره اچولو کې اړین رول لوبولې دی."

ښاغلي عطايې په مختلفو برخو کې د جي آی زیډ مؤسسې د همکاریو ستاینې ترڅنګ، ددی همکاریو په دوام ټینګار وکړ او په هېواد کې يې د پراخیتايې پروژو په تطبیق او د پانګه اچونې زیاتوالي په برخه کې يې دا همکارۍ اغیزمنې وبللې.

د اتاق د نړیوالو اړیکو مسؤل د اتاق او جي آی زیډ په تل پاتې اړیکو د ټینګار ترڅنګ، په افغانستان کې د جي آی زیډ مؤسسې د پراختیايې پروژو په تطبیق کې د نوموړې مؤسسې مالي مرستې اړینې وبللې. هغه همدارنګه، د افغاني محصولاتو او اقتصادي پروګرامونو د څیړنې په موخه د یو څیړنیز مرکز جوړولو غوښتنه وکړه.

د جي آی زیډ مؤسسې مسؤلینو وویل "ډیر ژر به د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق کې د شرکتونو او صنعتکارانو لپاره په تخنیکي او فني برخو کې د روزنیزو او مسلکي پروګرامونو لړۍ پیل کړي او د سوداګرو، پانګه اچوونکو او صنعتکارانو د بلنې به برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه."