د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي خپله یوولسمه ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار تر ریاست ‏لاندی د اتاق د مدیره پلاوي یوولسمه ناسته د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي ‏محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي پانګه اچونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د ‏مدیره پلاوي د خدماتو مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ‏ښاغلي شفیق الله عطايې، د مدیره پلاوي د دار الانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز ‏باز، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو ‏رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر یو خان جان الکوزي، ‏ذکریا بریالي، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، جان آقا صادقي او احمد شکیب احمدیار، د ‏څارنې پلاوي رئیس ښاغلي عبدالحامد محیدي او د نوموړي پلاوي غړي ښاغلي ناصر ‏صمیم په ګډون د اتاق د غونډو په عمومي تالار کې چې د کابل په شهرنو کې موقعت ‏لري، ترسره شوه‎.‎
 
ښاغلي خان محمد سرفراز باز د غونډې اجنډا ګډون کوونکو ته وړاندی کړه او ښاغلي ‏شفیق الله عطايې د عامل پلاوي کاري راپور او وړاندیزونه غونډې ته مطرح کړل‎. ‎
 
ښاغلي توکل احمدیار د عامل پلاوي وړاندیزونو اوریدو وروسته، غړیو ته په مرکز او ‏ولایاتو کې د ښو خدمتونو وړاندی کولو، د عوایدو زیاتوالي، د اړتیا په صورت کې د ‏نوو اتاقونو رامنځته کولو او د مرکزي اتاق تعمیر لپاره د ځمکې رانیوو په برخه کې ‏لازمې لارښوونې وکړې‎.‎
 
ښاغلي مهمند او ښاغلي صافي د ولایتي اتاقونو وضعیت او د پورونو ترلاسه کولو په اړه ‏خبرې وکړې، ښاغلي نصیر احمد عرب د مدیره پلاوي کاري کړنلارو او د اتاق د ‏آرشیف پراختیا په اړه خبرې وکړې او ښاغلي شیرین آغا سخي د اتاق د مالي راپورونو ‏په اړه خپل نظرونه څرګند کړل‎. ‎
 
په یاده ناسته کې په لاندی موضوعګانو د مفصلو خبرو اترو وروسته، لازمې پریکړې ‏ونیول شوې‎:‎
- د اتاق عامل ریاست مختلفو شعبو کې پراختیا او سمون راوستل‎
- په هوايې ډګر کې د مدیره پلاوي غړیو ته د‎ (VIP) ‎کارتونو ترلاسه کول
- د اجرائیه کمېټې او مدیره پلاوي کاري کړنلارې‎ ‎
- د هلمند ولایتي اتاق بیا احیا
- د اړتیا په صورت کې، د تورخم اتاق رامنځته کول
- د اجرائیه کمېټې د دیارلسمې او څوارلسمې ناستې پریکړو تصویبول