د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د اسلامي هېوادونو د سوداګرۍ، صنعت او کرنې اتاق (ICCIA) د سکرتر جنرال سره آنلاین ناسته وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د نړیوالو اړیکو او د پالیسیو او خدمتونو ډیپارټمنټونو مسؤلینو د اسلامي هېوادونو د سوداګرۍ، صنعت او کرنې اتاق چې ۵۷ غړي لري د سکرتر جنرال ښاغلي یوسف حسن خلاوي سره د آنلاین ناستې په ترڅ کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د نوموړو ۵۷ غړیو اتاقونو د اړیکو په غښتلتیا ټینګار وکړ.
 
ښاغلي عطايې ددی ناستې بنسټیزه موخه افغان سوداګرو او پانګه اچونکو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کول او د اړیکو ښه والې په ګوته کړ.
 
ښاغلي عطايې ښاغلي یوسف حسن خلاوي ته د اتاق د فعالیتونو په اړه د مالوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، وویل چې اتاق د ۹۰ کلونو راهیسې افغان سوداګرو او پانګه اچوونکو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو او ددوی د ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې هلې ځلې کوي او دی هڅو ته به راتلونکی کې هم دوام ورکړي.
 
ښاغلي خلاوي د سوداګرۍ پیاوړتیا او کارکوونکو لوړتیا په برخه کې لاندې ژمنې وکړی:
• د علمي او مسلکي زدکړو په موخه د (Islamic Academy) په نوم یو روزنیز مرکز جوړل
• د قهوې، چای او ککو په سکتورونو کې دوه ناستې د آذربایجان او اندونیزیا هېوادونو کې دایرول چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هم پکې ګډون کول شي
• د افغانستان د سوداګرۍ اتاق ته د حلال سرټیفیکیټ ورکول
 
ښاغلي عطايې د ښاغلي خلاوي څخه وغوښتل چې د اتاق کارکوونکو د وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د پانګونې لپاره د بهرنیو پانګه والو هڅونې په برخه کې همکاري وکړي.
 
ښاغلي خلاوي د ښاغلي عطايې خبرو تائیدولو ترڅنګ، زیاته کړه "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق دی خپل وړاندیزونه په معلومو برخو کې د ICCIA مشرتابه پلاوي ته وړاندی، تر څو هغوی يې د خپلو غړیو سره شریک، او په مختلفو برخو کې پانګه اچونه جذب کړی شي.
 
په پای کې ښاغلي خلاوي ژمنه وکړه چې د ګډې پانګه اچونې ودې په موخه به په نږدی راتلونکی کې یو نندارتون په لاره واچوي.