د افغانستان د تولیدي صنایعو نندارتون پرانستل شو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، یو شمیر سوداګرو، پانګه اچوونکو او د هېواد تولیدوونکو د افغانستان د تولیدي صنایعو نندارتون د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت د نندارتونونو په ریاست کې پرانسته.
 
ښاغلي غوریاني په خپلو ویناو کې د کورنیو تولیداتو زیاتیدونکي ودې ته په اشارې کولو سره زیاته کړه چې د هېواد ۴۸ تولیدي اقلام ۱۰۰ فیصده ځان بسیا او ۱۲ اقلام ۵۰ سلنه ځان بسیا دي. او زیاته یې کړه چې د ځیني کرنیزو ماشینونو تولید کې د ځان بسیاینې سربیره، د منځنۍ آسیا یو شمیر هیوادونو ته هم صادروو.
 
نوموړي د هوایی دهلیز له لارې د صادراتو بیا پیل کول، په نړیوالو نندارتونونو په ځانګړی توګه د دوبۍ په نندارتون کې د کورنیو تولیداتو نندارې ته کیښودل او په مرکز او د هیواد په څلورو نورو زونونو کې د دایمي نندارتونونو تاسیس کول یاد کړل.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په خپله وینا کې وویل چې که څه هم موږ په تیرو پنځو کلونو کې د کورنیو تولیداتو په ډګر کې د ښې ودې شاهدان یو، خو تیرکال د کرونا پیښې په دغې لړۍ باندی خپلې منفي اغیزې پریښودې.
 
ښاغلي مهمند سوداګري، پانګه اچوونه او صنعت یو د بل لپاره لازم او ملزوم بللو ترڅنګ زیاته کړه "موږ غواړو چې دولت د سوداګرۍ، پانګه اچوونې او صنعت په برخو کې د ملاتړ ترڅنګ، پانګه اچوونکو ته په لویو او بنسټیزو پروژو لکه د برېښنا تولید کې د پانګه اچوونې زمینه برابره کړي."
 
ښاغلي مهمند د خپلو خبرو په پای کې، د دولت له لوري په پانګه اچوونه، سوداګرۍ، د قوانینو په اصلاح، زیربناوو لکه ځمکه، برېښنا او امنیت راوستو په برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه او د حکومت څخه يې د کندهار ولایت صنعتي پارک د بیا احیا او په نورو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي خان جان الکوزي د هېواد په اقتصادي لوړتیا کې د سوداګرو او پانګه والو رول ته په اشارې کولو سره زیاته کړه "د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال د هېواد خصوصي سکتور د هېواد ۴۵ سلنه عواید تامینول."
نوموړي هیله څرګنده کړه چې د حکومت د پاملرنې په پایله کې به یوه ورځ تولیدي ځان بسیاینې ته ورسیږو او د صادراتو په برخه کې به د زیاتوالي ګواهان واوسو.
 
ښاغلي الکوزي د خپلو خبرو په پای کې وویل "موږ د دایمي نندارتون د رامنځته کولو طرحې څخه ملاتړ کوو او ډاډ درکوو چې د هېواد سوداګر او پانګه وال يې د جوړولو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.