د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د جاپان لپاره افغان سفیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا خبرې اترې وکړی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د اتاق د نړیوالو اړیکو، د غړیو او عامه اړیکو ډ‌یپارټمنټونو مسؤلینو په آنلاین ډول د جاپان لپاره افغان سفیر ښاغلي شیدا محمد ابدالي سره د ناستې په ترڅ کې د دواړ هېوادونو سوداګریزو اړیکو په پراختیا او ګډو همکاریو خبرې وکړی.
 
ښاغلي سید جاوید برهان د افغانستان او جاپان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په ارزښت او پراختیا ټینګار وکړ. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې د افغانستان سفارت او سوداګریزې آتشې رول اړین وباله او د جاپان هېواد سره د سوداګریزو او پانګه ایزو اړیکو د تحکیم او پراختیا په برخه کې يې د اتاق د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.
 
ښاغلي عطايې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو اړیکو کې د شتو فرصتونو او ننګونو په اړه د خبرو کولو ترڅنک، ټینګار وکړ په لاندی برخو کې باید دواړه لوري ګډې هڅې وکړی.
• د دواړو هېوادونو اتاقونو ترمنځ د همکارۍ تفاهملیک لاسلیکول
• د افغان سوداګرو لپاره د ویزو په ترلاسه کولو کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کول
• د دواړو هېوادونو اتاقونو د مشرتابه ناسته دایرول
• د مختلفو سکتورونو څخه د افغان او جاپاني سوداګرو ترمنځ آنلاین ناستې برابرول
• د وړتیا لوړونې او ډیجیټل کولو په برخه کې روزنیزو ورکشاپونو په لاره اچول
• د کابل-توکیو ترمنځ د هوايې دهلیز رامنځته کول او افغان صادراتي اقلامو لپاره بازار موندنه کول
• د افغان صادارتي توکو لپاره د جاپان له لوري ترجیحي تعرفې په نظر کې نیول
• د زیربنا، نساجي، معدن، کرنې، عراده جاتو، سپیرپاټو، روغتیا او ټکنالوجۍ په برخو کې د ګډو پانګه اچوونو ترلاسه کول
• د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د غښتلتیا په موخه د سوداګریزې شورا رامنځته کول
 
ښاغلي شیدا محمد ابدالي جاپان سره د ښو سوداګریزو فرصتونو یادولو ترڅنګ، وویل چې افغان سوداګر کولې شي ددی فرصتونو څخه چاپان ته د صادارتو په برخه کې ښه ګټه پورته کړي.
نوموړي په جاپان کې (Expo Food) او (Expo - 2025) نړیوالو نندارتونونو کې د افغان سوداګرو د ګډون لپاره د هرډول همکارۍ ژمنه وکړه او زیاته يې کړه چې افغان سوداګر ددی فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره کولی شي افغان محصولات نندارې ته کیږدي.
 
په دی ناسته کې داوړو خواو ژمنه وکړه چې د اړتیا وړ سوداګریز ارقام به یو دبل سره شریکوي ترڅو په رڼا کې يې د سوداګریزې پراختیا په برخه کې لازم ګامونه پورته کړی شي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان هر کال د جاپان څخه د ۱۸۶ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي واردوي په داسې حال کې چې نوموړي هېواد ته يې د صادارتو کچه یوازې ۵۰۰۰ امریکايې ډالره ده.