د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ماليې وزارت د ګمرکونو او عوایدو له رئيس او مرستیال سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، سوداګرو او د قلعه مراد بیک پیښې ټانک لرونکو قربانیانو د ګمرکونو او عوایدو له معین ښاغلي عالم شاه ابراهیمي او د ګمرکونو له رئیسې آغلې آمنې احمدي سره د لیدنې په ترڅ کې په ګمرکونو کې د خصوصي سکتور شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړی.
 
په دغه غونډه کې چې پخپله د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غوښتنې په اساس جوړه شوې وه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار د وروستیو اور لګیدنو په ځانګړې توګه د قلعه مراد بیک سیمه کې د اور لګیدنې په تړاو خبرې وکړی.
 
ښاغلي توکل احمدیار د اقصادي ودې او سوداګرۍ د لاښه والي په موخه لاندې وړاندیزونه وکړل:
• د ټولو لګښتونو او محصول تر تاديې وروسته، په لویو لارو او د ښارونو په دروازو کې سوداګرو او په سوداګریزو توکو بار وسایطو ته باید هیڅ ډول مزاحمت او زورونې لکه: غیر قانوني پیسې اخیستنه رامنځته نه شي
• بریښنايې دروازې او په عصري وسایلو سمبال داسې ټرمینلونه چې د تلاشۍ، وزن کولو، او د ګمرکي اسنادو د بیاکتنې په آسانتیاوو مجهز وي، تاسیس کړی شي
• د بریښنايې دروازو ترڅنګ د خوندي تم ځایونو جوړول
 
ښاغلي شفیق الله عطايې وویل "اتاق ژمن دی چې د قلعه مراد بیک سیمې قربانیانو ته يې د زیان جبیره کولو په برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي."
 
د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي عالم شاه ابراهیمي د عمومي رئیس وړاندیزونو اوریدو وروسته وویل "موږ به یادې موضوعاګنې د ولسمشر او اړونده ادارو سره شریکې او د ستونزو په له منځه وړلو او قربانیانو ته د هغو د جبران په ورکولو کې کوټلي ګامونه پورته کړو"