د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د معدنونو او صنایعو اتاق رئیس، د ښځو اتاق رئیسې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د ښځو اتاق د عامل پلاوي مرستیالې آغلې پرورش اوریا خیل د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله سره د لیدنې په ترڅ کې د ملي مصالحې عالي شورا مشرتابه کمېټه کې د خصوصي سکتور استازیو ګمارلو، سولې او د استانبول سولې ناستې په حاشیه کې د ځانګړې ناستې په اړه خبرې وکړې.

په لومړي سر کې ښاغلي احمدیار د هېواد په ملي پروسو په ځانکړې توګه د استانبول سولې ناسته کې د خصوصي سکتور د رول او ارزښت په اړه خبرې وکړې او ورپسې بیا ښاغلي شیرباز کمین زاده او افسانې رحیمې د استانبول سولې ناستې او په اړه د ترسره شویو همغږیو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي عطايې د استانبول سولې ناستې په حاشیه کې د ځانګړې غونډې په اړه د ملي اتاقونو له خوا ترتیب شوې طرحه وړاندی کړه.

ښاغلي عبدالله عبدالله د سولې په پروسه کې د خصوصي سکتور رول اړین وباله او ژمنه يې وکړه چې د ملي مصالحې عالي شورا مشرتابه کمېټه کې به د اتاقونو غړیو ته په دوره يې شکل غړیتوب ورکړي. هغه همدارنګه، د استانبول سولې ناستې په حاشیه کې د ځانګړې غونډې په اړه وړاندې شوې طرحه تائید او اړینه وبلله.

ښاغلي عبدالله عبدالله په اوسني حالت کې د خصوصي سکتور رول د نسبي ثبات او اقتصادي بدلون ساتلو لپاره خورا اړین او حیاتي وباله او زیاته یې کړه چې د سولې په پروسه کې د خصوصي سکتور د استازو شتون اړین دی. نوموړي ژمنه وکړه چې د ملي مصالې عالي شورا او استانبول ناستې په جوړولو کې به د خصوصي سکتور او د افغانستان دریو اتاقونو استازو ته لاره هواره کړي.