د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پروان ولایتي اتاق د سخاوت صندوق له لارې د پروان ولایت ۷۵۰ سیلاب ځپلو او اړمنو کورنیو ته خوراکي مواد توزیع کړل.
دغه توزیع د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړي ذکریا بریالي، د پروان والي فضل الدین عیار، د پروان ولایتي اتاق رئیس ښاغلي نظیر آغا نوري او د پروان ولایتي شورا رئیس ښاغلي امین الله شکوري تر څارنې لاندی ترسره شوه.
ښاغلي بریالي وویل "د پروان ولایت د تیر کال ویرانوونکي سیلاب قربانیانو سره د مرستې په موخه چې ډیر زیات مالي او ځاني تاوانونه ورته رسیدلي ول، د پروان ولایتي اتاق مشرتابه د سخاوت صندوق رامنځته او د هېواد د سوداګرو او پانګه اچوونکو څخه يې وغوښتل چې ددی پیښې قربانیانو ته د مرستې لاس ور اوږد کړي.
نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ورته غوښتنې او همکارۍ پراساس، ۷۵۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي کڅوړې چې په اوړو او غوړیو مشتملې وې توزیع کولو ترڅنک، ددی ډول مرستو د دوام هڅه کوي.
ښاغلي فضل الدین عیار د پروان ولایت سیلاب ځپلو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او پروان ولایتي اتاق د تیر او سږ کال مرستو ستاینه وکړه او د هېواد له نورو سوداګرو څخه يې وغوښتل چې د اتاق سره په همغږۍ دی خپلې مرستې ددی قربانیانو څخه نه سپموي.
په یوه جلا ناسته کې د پروان والي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه غړو او د پروان ولایتي اتاق رئيس او اجرائیوي مسوول څخه په دې ولایت کې سیلاب ځپلو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې د دوی د هڅو له امله مننه او ستاینه وکړه.