د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق د عامل پلاوي اداري او مالي مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د کندهار ولایت ته د سفر کولو په ترڅ کې د خصوصي سکتور د مرستو دویم پړاو پیل کړ.د یادونې وړده چې، ملي سوداګرو هر یو حبیب ګلزار، همایون خواجه زاده، میرویس کټوازي، حاجي عبیدالله، حاجي ظاهر، محمد یوسف مهمند، د کندهار سوداگرو او د خصوصي سکتور غړیو خپلې مرستندویه کڅوړې د ارغنداب ولسوالۍ زیانمنو سره د لاسنیوي په موخه لیږلي دي. د ارغنداب ولسوال ښاغلي رسولي د سوداګرو د دغې لويې پیرزویینې ستاینه وکړه او دغه مرستې يې ډیرې ارزښتمنې او حیاتي وبللې. دغه مرستندویه کڅوړې په اوړو، وریجو او غوړیو باندی مشتملي دي، چې د روان کال غويې تر ۱۳مې ۶۷۰ زیانمنو کورنیو ته ویشل شوي دي او د مرستو دا ژوند ژغورونکې لړۍ لا هم دوام لري.