د کابل مراد بیک نومي سیمه کې د تیلو ټانکرونو سوزیدو په اړه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عمومي رئیس مطبوعاتي کنفرانس

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د هرات ولایتي اتاق د مدیره پلاوي رئیس ښاغلي یونس قاضي زاده، د تیلو واردوونکو اتحادیو رئیسانو او د نورو مختلفو سکتورونو سوداګرو د اتاق په مرکزي دفتر کې د کابل مراد بیک نومي سیمه کې د تیلو ټانکرونو سوزیدو په اړه په مطبوعاتي کنفرانس کې ګډون وکړ.
 
ښاغلي توکل احمدیار د هرات، نیمروز، فراه، حیرتان او د کابل په مراد بیک نومي سیمه کې د وروستیو اورلګیدنو په اړه خبرې وکړی او زیاته يې کړه "وروستيو پیښو خصوصي سکتور ته تر ۱۰۰ میلیونه ډالرو زیات زیان اړولی دی په داسې حال کې چې، په دی برخه کې د حکومت له خوا هیڅ کوم ګام ندی پورته شوی. برسیره پردی، د هېواد په ګمرکونو، دروازو او بندرونو کې د مختلفو ادارو د استازو په نامه د خصوصي سکتور څخه پیسې ټولوي مګر هیڅ څوک د خصوصي سکتور غږ نه اوري."
 
ښاغلي احمدیار زیاته کړه چې یو شمیر ادارې داسې دي چې مسایل هيڅ په هغوی پورې اړه نه لري خو بیا هم سوداګرو ته مزاحمت کوي او د پیسو تقاضا تری کوي. برسیره پردی، د درنو جرمنو اداره د مڼو صادرات ودروي. د هغه په وینا، له یو ولایت څخه بل ولایت ته د ګمرک اسناد د باور وړ ندي او د سوداګرو د ځورید سبب ګرځي. هغه حکومتي چارواکو ته خبرداری ورکړ چې که د دوی غوښتنې ونه منل شي ، دوی به خپل لاریون ته دوام ورکړي او په ټول هیواد کې به د نفتي توکو عرضه او خدمات بند کړي.
 
د اتاق عمومي رئیس له زیانمنو شویو سوداګرو څخه وغوښتل چې ژر تر ژره له ولسمشر سره وګوري او په هرات او نورو ځایونو کې د اور وژنو په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړي ، او همدارنګه د هغو کړنو په اړه چې تر دې دمه د دولتي ادارو لخوا ترسره شوي دي.
 
ښاغلي محمد یونس مهند، د عمومي رئیس د خبرو د تائید تر څنګ، د ګمرکونو او بندرونو د مامورینو په کړنو کلکه نیوکه وکړه او له چارواکو څخه يې وغوښتل چې په دی برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
ښاغلي خان جان الکوزي د اوسني اقتصادي وضعیت او خصوصي سکتور په وړاندې پرتې ننګونې په وضاحت سره بیان او یو ځل بیا په ټولو سکتورونو کې د سوداګرو ستونزې په ګوته کړې او په دې برخه کې یې د حکومتي چارواکو د بیړني اقدام غوښتنه وکړه. هغه د خصوصي سکتور د لاریونونو دوام ته هم اشاره وکړه او خبرداری یې ورکړ که چیرې په بندرونو، سړکونو او ګمرکونو کې وضعیت همداسې دوام وکړي، پانګوال به اړ شي چې له هیواده ووځي.
 
په دې کنفرانس کې، د هرات ولایتي اتاق رئیس ښاغلي یونس قاضي زاده، د تیلو واردوونکو، او د خصوصي استازو خپلې نیوکې څرګندې او په چارواکو یې غږ وکړ چې هغه ځایونه وڅیړي چې اور ورته شوی. دوی ټینګار وکړ چې حکومت باید د اور لګیدو اسباب وڅیړي او مسؤلینو ته یې سزا ورکړي. دوی وویل: "که چیرې د دوی غوښتنې ونه منل شي، نو دوی به د پټرولیم واردات بند کړي او پدې حالت کې به مسؤلیت د هغو کسانو په غاړه وي چې دا ډول پیښو ته یې لار هواره کړی ده."
 
د کنفرانس په پای کې، د هیواد خصوصي سکتور په استازیتوب د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه او موجودو سوداګرو پریکړه وکړه که چیرې د دوی غوښتنو ته پام ونشي او په اوسني وضعیت کې تغیرات څرګند نه شي, دوی به خپلې راتلونکې پریکړې اعلان کړي.
 
د کابل په شمال کې د تیرې شپې په اورلګیدنه کې، شاوخوا ۲۰۰ لاریو او د تیلو ټانکرونو اور واخیست چې لومړني راپورونه ښايې چې خصوصي سکتور ته يې شاوخوا ۲۰ ملیونه ډالره زیان رسولی دی.