د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د مهمند نړيوال دوه سوه بستريز روغتون پرانيست

جمهور رئیس محمد اشرف غني د پنج شنبه په ورځ کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د مهمند نړيوال دوه سوه بستريز روغتون پرانيست.  

په داسې حال کې چې د جمهوري رياست لومړي مرستيال، د ملي امنيت سلاکار، د چارو ادارې عمومي رئيس، د کابينې يو شمېر غړو، د کندهار والي او په ملي شورا کې د  یاد ولایت استازو د جمهوررئیس ملتيا کوله، جمهوررئیس غني د پردې په لیرې کولو سره مهمند دوه سوه بستريز پرانيست او د هغه له روغتیایي مسوولینو سره په جوړه شوې غونډه کې یې ګډون او وینا وکړ.

د غونډې په پيل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال يونس مهمند وويل، سوداګرو ته د دولت له لوري د اسانتياوو رامنځته کول دوی په هيواد کې پانګونې ته هڅوي او دې برخې ته یې  د حکومت د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د جمهوري ریاست عالي مقام لومړي مرستيال امرالله صالح د ياد روغتون د پرانيستې د مبارکۍ ترڅنګ وويل، حکومت له خصوصي سکتور سره نږدې اړيکې رامنځته کړي او په اقتصادي وده کې د دوی رول د ستايلو دی.  هغه زیاته کړه، په اوسنيو شرايطوکې پانګونه له وطن سره د مهمند ګروپ د مسوولينو مینه ښيي او له دې سره به د درملنې لپاره بهر ته د وړل کېدونکې پانګې مخه ونيول شي.

جمهوررئیس غني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته ټولو هيوادوالو په ځانګړي ډول د کندهار خلکو ته د مهمند نړيوال روغتون د پرانيستلو د مبارکي پرمهال وويل، د مهمند روغتون جوړېدل د کمال خان بند په څېر د ټولو افغانانو لپاره د وياړ خبره ده.

د هيواد جمهوررئیس وويل، نن زموږ د روغتيا په تاريخ کې يو نوی فصل دی او د مهمند روغتون معياري خدمتونه او تجهيزات يې وستايل.

جمهوررئیس د کابينې غړو ته لارښوونه وکړه چې تر دې وروسته به ټول لوړپوړي دولتي مسوولين لومړی په مهمند روغتون کې درملنه کوي او که اړتيا وه بهر ته به د درملنې لپاره ځي.

جمهوررئیس له هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل، نور د جګړې لپاره دلايل ختم دي او پر طالبانو يې غږ وکړ چې راشي او په افغاني همت، يووالي، اراده او درک دا وطن جوړ کړو.

جمهور رئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وويل، مهمند روغتون د نوي کندهار انځور دی او د دغه روغتون د مسوولينو ټولو غوښتنو او وړانديزونو ته به رسيدګي وشي.

د مهمند نړیوال روغتون د پرانیستې په اړه د جوړو شویو مراسمو په پای کې د مهمند ګروپ رهبرۍ غړو او د کندهار قومي مشرانو جمهور رئیس ته د عزت پګړۍ ور په سر او چپن ډالۍ کړه.