د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس د دوبۍ لپاره د افغان جنرال قونسل سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې د دوبۍ لپاره د افغان جنرال قونسل ښاغلي مسعود عزیزي سره د یوې آنلاین ناستې په ترڅ کې د افغانستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا په تړاو خبرې اترې وکړی.

ښاغلي عزیزي د اتاق څخه د هېواد د صادراتي اقلامو فهرست غوښتنه وکړه ترڅو له مخې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه یوه ښه کړنلاره جوړه او افغانې محصولات په اماراتو کې نندارې ته کیښودل شي.

نوموړي زیاته کړه "موږ ته اماراتو ته د صادرونکو ستونزې راپه ګوته کړئ ترڅو د له منځه وړلو په برخه کې يې کوټلي ګامونه پورته کړو."

ښاغلي عطايې وویل "اتاق د خصوصي سکتور د استازي په حیث د دوبۍ لپاره د افغان جنرال قونسل سره د نږدې همکارۍ په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو لپاره ژمن دی."

ښاغلي عطایي وړاندیز وکړ چې د افغانستان - متحده اماراتو د سوداګرۍ او پانګونې اتاقونو تر منځ د سوداګرۍ ګډه شورا دی رامنځته کړی شي، او اتاق په دی برخه کې هرډول همکارۍ ته چمتو دی.

ښاغلي عطايې لاندی وړاندیزونه وکړل:
•    په اماراتو کې دی د افغان محصولاتو لپاره ترجیحي تعرفې په نظر کې ونیول شي
•    د افغان محصولاتو ستونزو د هواري لپاره دی د افغان جنرال قونسل سره آنلاین ناسته وشي
•    د افغان سوداګرو لپاره دی و ویزو په ترلاسه کولو کې لازمې آسانیتاوې رامنځته کړی شي
•    او د دوبۍ د بازارونو د اړتیاوو په اړه دی د اتاق سره مالومات شریک کړل شي


ښاغلي مسعود عزیزي د عربي متحده اماراتو د نوي قانون په نظر کې نیولو سره ژمنه وکړه، چې په اماراتو کې به افغان سوداګرو او پانګه والو ته لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.