د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي سلاکارانو خپله لومړۍ ناسته وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند تر مشرۍ لاندی او د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د عامل پلاوي اداري او مالي مرستیال ښاغلي میرویس هوتک په ګډون د مدیره پلاوي سلاکارانو خپله ناسته  داتاق په مرکزي دفتر کې ترسره کړه.

ښاغلي مهمند سلاکارانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د خصوصي سکتور د ستونزو هواري په برخه کې، ددی ډول ناستو په ارزشت خبرې وکړی او ددی ډول ناستو په بیا بیا جوړیدو يې ټینګار وکړ.

ښاغلي مهمند د اجنډا پنځه موضوعګانې چې عبارت دي له (۱- د افغانستان د درملیزو خدماتو اتحادیې د اعتصاب ستونزه او د دوی غوښتنې ۲- د هیواد د ترانسپورت معیاري کولو او د تیلو واردولو مسله ۳- د اپټا تړون پای ته رسیدل او د دغه تړون د موادو بیا کتنه ۴- د چین او ترکيې هېواد د ویزو په ترلاسه کولو کې د افغان سوداګرو ستونزې ۵- د هوايې شرکتونو ستونزې او د حکومت لخوا د سبسایډونو نه تادیه کول ګډونوالو ته وړاندې شوې او ګډونوالو يې په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.

ښاغلي شیرین اغا سخي د خصوصي سکتور او د درملیزو خدماتو اتحادیې له مشورې پرته د عامې روغتیا وزارت مقرره نیمګړې وبلله او ټینګار یې وکړ چې دغه وزارت باید د قانوني او غیر قانوني درملو لست جوړ او د درملو د انحصار مخه ونیسي.

ښاغلي مهمند د درملیزو خدمتونو اتحادیې له رئیس ښاغلي محمد محسن ساحل پرواني څخه وغوښتل چې خپل وړاندیزونه په لیکلې بڼه اتاق ته وسپاري ترڅو اتاق د عامې روغتیا وزارت سره په دې موضوع بحث وکړي او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټوي.

د ټرانسپورټي شرکتونو په معیاري کولو او د تیر سیستم په برخه کې د شتو ستونزو او ننګونو په اړه هم خبرې وشوې او ګډونوالو يې په اړه خپل نظرونه څرګند کړل.

د اپټا تړون د مودې پای ته رسیدو موضوع د ښاغلي خانجان الکوزي لخوا توضیح شوه او هغه دا هم وویل "د اپټا تړون پخوا د پاکستان په ګټه او د افغانستان په زیان وه، خو موږ وکولی شول چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت د ګډو همکاریو په پایله کې د خصوصي سکتور نظرونه په دی تړون کې ځای پر ځای او د تمدید نېټې د پای ته رسیدو مخکې يې دواړه هېوادونه لاسلیک کړي."

د افغان سوداګرو لپاره د چین او ترکیې ویزو ترلاسه کولو ستونزو ته د پای ټکي کیښودو لپاره، د غونډې غړو وویل چې د اړوندو وزارتونو او چینایي او ترکي سفارتونو سره په همغږۍ باید دی ستونزې ته د حل لارې چارې ولټول شي.

وروستۍ مسله د هوايې دهلیزونو ستونزې او د دولت لخوا هوایی شرکتونو ته د سبسایډي پیسو په وخت نه ورکولو موضوع وه. د هوایی شرکتونو استازي یادونه وکړه چې که څه هم د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو له امله، د تیرو پنځو میاشتو په جریان کې ۴۰٪ کرایې د دولت لخوا تادیه شوي، مګر پاتې ۴۰٪ باید ژر تر ژره تادیه کړی شي.

ښاغلي مهمند او ښاغلي الکوزي وویل حکومت ژمن دی چې هوايې شرکتونو ته د سبسایډي پیسې تادیه کړي. نوموړو د مالیې له محترم وزارت څخه وغوښتل ترڅو د تازه میوو صادراتو موسم  رارسیدو دمخه پاتې ۴۰سلنه تادیه کړي ترڅو د هېواد صادرات د هوایی دهلیز له لارې له ستونزو سره مخ نشي.