د غوره کار د هېوادنۍ برنامې په اړه د کار ګمارونکو ملي کانفرانس په کابل کې جوړ شو

د کارګمارنې د سکټور د ستونزو او لومړیتوبونو د موندنې په اړه د افغانستان د سوداګرۍ او صناېعو خونې د « د غوره کار د هېوادنۍ برنامه» اړوند دخصوصي سکټور او کارګمارونکو ملي کانفرانس د خپلو کاري شریکانو (د کار، ټولنیزو چارو، شهيدانو او معلولینو وزارت او دغه راز  د هېواد د کارګرانو ملي ټولنې او د کار د نړېوال سازمان ILO ) او د هېواد د پنځه زونونو څخه د ۲۵۰ تنو څخه زیاتو کارګمارونکو په ګډون د ۱۳۹۶ کال د مرغومي د میاشتې په ۵ مه نېټه، د کابل ښار په انټرکانټیننټل هوټل کې تر سره کړ.

په دغه کانفرانس کې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر، ښاغلي فیض الله ذکي، د افغانستان د سوداګرۍ او صناېعو خونې د مشرتابه پلاوي لمړي مرستیال، ښاغلي الحاج خانجان الکوزي، ښاغلي معروف قادري، د کارګرانو د اتحادیې رئیس، ښاغلي نصیر احمد انصاف، د اجرائیه ریاست اقتصادي سلاکار، او دغه راز د افغانستان د پانګې اچونې او صنعاېعو د شورا لمړي مرستیال، ښاغلي عبدالکریم عارفي، د صادرکوونکو او ګران بیه او نیمه ګران بیه کاڼو د اتحادېو رئیسانو، د ملګرو ملتونو اړوند د کار نړېوال سازمان ILO استازي، ښاغلې فریدالدین نوري، د سوداګرو مېرمنو استازېو  او ګڼ شمېر سوداګرو او صنعتکارانو ګډون کړې وو.

ښاغلي الکوزي په سر کې راغلیو میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ په هېواد کې د بېوزلۍ او بیکارۍ په اړه خبرې وکړې او په هېواد کې د څلورو لسیزو راهیسې جګړه یې  دبیکارۍ ستر عامل وبلل او هیله مندي یې وښوده څو خصوصي سکټور وکوې شي د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د نورو اړوندو ادارو په مرسته دغه غمیزې ته د حل بنسټیزه لاره چاره پیدا کړي.

ښاغلي الکوزي د ۲۰۱۴ کال راپدیخوا د هېواد څخه د بهرنېو ځواکونو په وتلو سره، د تولید، خدماتو، ساختمان او ټرانسپورټ په برخو کې رامنځته شوې تشې، په هېواد کې د بېکارۍ او فقر په رامنځته کېدا کې د پام وړ وبلل. هغه دغه راز په دې تېرو وروستېو کې د دولت د عوایدو زیاتوالې یواځې او یواځې د مالیاتو او ګمرکي عواېدو له امله وبلل. هغه د بېوزلۍ سره د مقابلې او په خپل ځان بسیا کیدو لارې چارې په ټوله کې په بیخ بنایي اقداماتو پورې تړلې وبللې، چې د دولت د مرستې پرته نا شوني دي.

د سوداګرۍ او صناېعو خونې د عامل پلاوي رئیس ښاغلي عتیق الله نصرت، هم په خپلو خبرو کې بې روزګاري، د ماهرو کارګرانو کموالې، او نا امني د تېرو څو لسیزو د جګړو محصول وبلل او په دې اړه یې زیاته کړه:« په هېواد کې د کار وضعیت داسې دې، چې یا خو اکثر بشري سرچینې د وزګارتیا سره مخامخ دي او یا هم په دې ندې توانېدلي څو د شته فرصتونو څخه په کافي اندازه ګټنه وکړي. له بلې خوا د معلوماتو د راټولولو او همغګۍ د منظم سیستم د نه شتون له امله اکثر وختونه کارګمارونکي د ماهرو کارګرو په لټه کې وي چې په کار پوه کارګرو ته لاسرسې نه مومي. سره له دې چې د هېواد ۳۵ سلنه کارګران وزګار او په دولتي او خصوصي ادارو کې په زرګونه بستونه تش پراته وي او اکثرآ دغه تش بستونه د بهرنېو کارګرانو په واسطه ډکیږي. نن ورځ مونږ په همدې موخه راټول شوي یو، څو په دې اړه د کارګمارونو ځانګړي نظرونه او وړاندیزونه راټول کړو، او په دې وتوانیږو، څو د دغه کانفرانس په مرسته د دوې پر وړاندې شته ننګونې او ستونزې په نخښه او دولت ته یې وړاندې کړو.

ښاغلي نصرت دغه راز زیاته کړه، اکثر هېوادونه د هرو پنځه کلونو په ترڅ کې د کارموندنې په برخه کې  « د غوره کار هېوادنې برنامه» تر چتر لاندې هر اړخیزه برنامه لري، چې افغانستان د لمړي ځل لپاره دغه برنامه په ۲۰۱۰ کال کې جوړه کړه. دغه برنامه د ټولنیزو شریکانو ( دولت، کارګمارونکو او کارګرانو) په مټ رامنځ ته شوه. د سوداګرۍ او صناېعو خونې د کارګمارونکو په استازولۍ د کار په نړېوال سازمان کې د ۱۹۳۴ را هیسې د غړیتوب له مخې حضور درلود او زیار یې ایستلې څو په اړوندو پالیسېو او برنامو کې د کارګمارونکو غوښتنو ته ځاې ورکړي.

د ۲۰۰۸ کال راهیسې د دغه درېو ټولنیزو شریکانو تر منځ مرستو زیاتوالې موندلې، چې د دې وروستېو میاشتو په ترڅ کې مونږ د منظمو میاشتینو ناستو شاهدان یوو.

د سوداګرۍ او صناېعو خونې د عامل پلاوي رئیس، د ۲۰۱۸-۲۰۲۲ کلونو د غوره کار د هېوادنۍ برنامې په اړه چې نن ورځ یې د تدوین چارې تر سره کیږي، په اړه ووئیل:« یاده برنامه په درېو غټو ټکو متمرکزه ده: لمړې- د مهارتونو د پرمختیا په مرسته د غوره او مناسب شغل را منځته کول او د ځوانانو لپاره کارموندنه، دوهم- د سوداګرۍ او پانګې اچونې لپاره د مناسب چاپیریال په رامنځ ته کولو سره د کار د مارکیټ او بازار ښه مدیریت، دریم- د ټولنیزو شریکانو د توان او ظرفیت د کچې لوړاوې او دغه راز د هغوې تر منځ د لا زیاتې همغګې رامنځته کول.

ښاغلي نصرت د خصوصي سکټور او کارګمارونکو پر وړاندې شته ننګونو ته په لاندې ډول اشاره وکړه.

  • د سوداګرۍ او پانګې اچونې څخه د ملاتړ او خوندي چاپېریال نه شتون
  • د مارکیټ او بازار د غوښتنې او اړتیا پر اساس د په کارپوهه ماهرو کارګرانو لږوالې
  • د خصوصي سکټور د اړتیاؤ او لوړو زده کړو او  مهارتونو د پرمختیا د مرکزونو د تعلیمي نصاب تر منځ  کمزورې همغګي
  • د پانګوالۍ په موخه د مسلکي انسټیټیټونو په رامنځ ته کولو او د تعلیمي برنامو د پرمختیا په برخه کې د خصوصي سکټور لږه ونډه
  • د کره شمېرو د ارایې په موخه د کار او مهارتونو د معلوماتي سیستم نه شتون

په پاې کې ښاغلي نصرت د سوداګرۍ خونې ځانګري وړاندیزونه په لاندې توګه خلاصه کړه:

  1. د خصوصي سکټور د پرمختیا په برخه کې د مختلفو ادارو له خوا د غیر منظمو هلو ځلو د انسجام په موخه د مسلکی مهارتونو د مستقلې ادارې رامنځ ته کول.
  2. د خصوصي سکټور په مرسته د مسلکي او تخنیکی تعلیماتو د سیسټم رغونه
  3. د خصوصي سکټور لپاره د عامه او خصوصي مشارکت په برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځ ته کول.
  4. د کار په بازار پورې اړوند د خصوصي سکټور د اړتیاؤ د موندنې په موخه د کار د معلوماتو د دیجیتلي مرکز را منځ ته کول.
  5. د مهارتونو د پرمختیا د برنامې په کار اچول.
  6. لا زیات تخنیکي او تعلیمي موسسات  په امکاناتو او زیربناؤ سنبالول.

د کار، ټولنیزو چارو، شهيدانو او معلولینو وزیر، ښاغلي فیض الله ذکي د دغه کانفرانس د په کار اچونې له امله د سوداګرۍ او صناېعو خونې څخه د مننې په ترڅ کې د دولت، کارګمارونکو او کارګرانو تر منځ پر ټولنیزې همکارۍ ټینګار وکړ او دغه یو والې او همکاري یې د کامیابۍ او نیکمرغۍ په لور د افغانستان د خلکو یواځینۍ لار وبلل. هغه په دې برخه کې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت او سوداګرۍ او صناېعو خونې تر منځ د ښې همغګي  څخه هم یادونه وکړه.

ښاغلي اذرخش حافظي په هېواد کې د وزګارتیا په برخه کې د ناسمو شمېرو وړاندې کول د هېواد د سترو ستونزو له ډلې څخه وبلل او دغه راز په هېواد کې د موجودو شراېطو بر خلاف د ځینې نورو هېوادونو تجربې په لار اچول وبلل.

ښاغلي حافظي د پانګې اچونې په برخه کې د هېواد خصوصي سکټور د ښه ظرفیت درلودونکې وبلل او په سترو سیمه ایزو پروژو کې یې د دولت لخوا د د دغه سکټور شریکول اړین وبلل. هغه دغه راز په هېواد کې د کار په را منځ ته کولو کې  د کوچنېو سوداګرېو څخه ملاتړ د ارزښت وړ وبلل او په دې برخه کې یې په آسانه شراېطو د کوچنېو پورونو ورکړه حیاتي وبلله. هغه د درندو او ملا ماتوونکي مالیاتو وضع کول د کوچنېو سوداګرېو لپاره ستره ننګونه وبلل.

د دغه برنامې په دوهمه برخه کې ګډونوالو په څلورو کاري ګروپونو ( صنعت، کرنه، بیخ بناؤ او ساختمان) کې راټول شو او هر ګروپ د کارګمارونکو په استازولۍ د خصوصي سکټور د ستونزو او لومړیتوبونو په اړه بحث تر سره کړ. او په پائېله کې د یادو کارې ګروپونو وړاندیزونه او نظرونه یاد داشت شو، څو د یو هر اړخیزه سند په توګه دولت ته وړاندې شي.