د افغانستان خصوصي سکتور د افغانستان ولسمشر سره د لیدنې په ترڅ کې، د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ له اوسیدونکو ‏سره د مرستې ژمنه وکړه‎ ‎

د افغانستان ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه په ارګ کې د پنج شنبه په ‏ورځ د وري په ۲۶مه د کندهار ولایت له سپین ږیرو او مخورو سره لیده کاته وکړل. ولسمشر د نوموړې ولسوالۍ د ستونزو ‏اوریدو وروسته، اړونده ادارو ته د یادو ستونزو د حل لپاره لازمې لارښوونې وکړې‎.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ‏خان جان الکوزي، د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د صاداراتو په چارو کې د ولسمشر ‏سلاکار ښاغلي جلال الدین سعید، د نیمروز د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس حاجی عبیدالله، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې ‏اتاق د مدیره پلاوي مرستیال ښاغلي همایون خواجه زاده، یو شمیر سوداګرو او پانګه اچوونکو هم په دی ناسته کې ګډون درلود‎.
 
ولسمشر د ارغنداب ولسوالۍ د خلکو او مخورو سره د خواخوږۍ د څرګندولو او د نوموړې ولسوالۍ اوسیدونکو سره د کندهار ‏ولایت سوداګرو د مرستو ستایلو ترڅنګ، د چارو ادارې عمومي ریاست ته لارښوونه وکړه چې ماین پاکونکو ادارو سره د تفاهم ‏په پایله کې په ارغنداب ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوو ماینونو د پاکولو په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي. ‎
 
ولسمشر د کرنې، کلیو پراختیا، عامې روغتیا، پوهنې، حج او اوقافو وزارتونو او د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې وزارت او ‏د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه چې د کندهار والي سره په همغږۍ کې د مرستې رسونې او بیارغونې ‏چارې ترسره کړي. ‎
 
ولسمشر بې ځایه شوو ته د مرستو د عادلانه ویش او د ویجاړو شوو کورونو د بیارغونې په تړاو د لازمو لارښوونو کولو ‏ترڅنګ، د ارغنداب ولسوالۍ له مخورو او سپین ږیرو څخه، د ورته پیښو د تکرار مخنیوي په برخه کې د هېواد د امنیتي او ‏دفاعي ځواکونو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه‎. ‎
 
ښاغلي مهمند د خصوصي سکتور په استازیتوب د ارغنداب ولسوالۍ له زیانمنو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ، زیاته کړه ‏‏"موږ په مهمند کندهار شفاخانه کې بیړنیو ناروغانو ته د روغتیايې خدمتونو وړاندی کولو ترڅنګ، ۱۶۵۰ کورنیو ته د مرستو ‏كڅوړو د ویشلو ډاډ درکوو."‏
 
ښاغلي یوسف مهند د ۵۰۰ کومکي بستو وړاندی کولو سربیره، د ۵۰۰ نورو کومکي بستو د وړاندی کولو ژمنه وکړه.
 
د هېواد خصوصي سکتور او سوداګرو د لاندې کومکي بستو د وړاندی کولو تر څنګ، ژمنه وکړه چې خپلو مرستو به دوام ‏ورکړي:‏
• ښاغلي حبیب گلزار برای 500 کورنۍ
• ښاغلي محمد یوسف مهمند 500 کورنۍ
• ښاغلي همایون خواجه زاده 300 کورنۍ
• ښاغلي احمد شاه افغان 300 کورنۍ
• ښاغلي میرویس کتوازی 200 کورنۍ
• ښاغلي محمد گردیزی 200 کورنۍ
• ښاغلي احمد شاه حکیمی 200 کورنۍ
• ښاغلي حاجی عبیدالله 200 کورنۍ
• ښاغلي خیرالدین مایل 50 کورنۍ