د عامه او خصوصي سکټور د همکارېو کانفرانس په کابل کې تر سره شو

د افغانستان د سوداګرۍ او صناېعو د خونې د مشرتابه پلاوي سوداګریز مرستیال، ښاغلي الحاج محمد یونس مومند، د عامه او خصوصي سکټور د همکارۍ تر نامه لاندې کانفرانس کې، چې د ۱۳۹۶کال د لیندۍ د میاشتې په ۲۲مه نېټه په کابل صافي لاندمارک هوټل کې جوړ شو، ګډون وکړ او د عامه او خصوصي سکټور د مشارکت د ارزښت په اړه یې خبرې وکړې.

ښاغلي مومند د حکومت د لاسته راوړونو او پر وړاندې یې د شته ننګونو په اړه د خپلو خبرو په ترڅ کې ووئیل:« د کسب او کار پر چاپیریال د حاکمو قوانینو او مقرراتو لکه د معنوي مالکیت قانون، د مخترعینو د ملاتړ قانون، د مستهلکینو د ملا تړ قانون، د کانونو قانون او داسې نورو په برخه کې اصلاحات او سمون رامنځته شوې. دغه راز د صنعتي استفادې په برخه کې د برېښنا بیه د ۱۲ افغانېو څخه ۶ افغانېو ته راټیټه شویده، د نفتي توکو او ګازو د واردولو تعرفه راټیټه شوې ده، د کار د جواز موده د یوه کال څخه درېو کلونو ته زیاته شوې او دغه راز یو لړ نورې آسانتیاوې هم رامنځ ته شوي دي، ولې همدا راز اداري فساد، د امنیت نه شتون او د هېواد د صنعتي پرمختیا په برخه کې د صنعت لپاره د ځمکې د ورکړې او یو لړ شته قوانینو لکه د پانګې اچونې قانون، د صنعتي پارکونو قانون، د شرکتونو قانون، پر عایداتو د مالیاتو قانون او د مالیاتي چارو د ادارې قانون کې سمون ته اړتیا، هغه ننګونې دي چې لا تر اوسه په خپل ځاې دي».

په پاې کې ښاغلي مومند د حکومت څخه غوښتنه وکړه، څو د خصوصي سکټور د ستونزو د حل په برخه کې عملي او ټینګ ګامونه واخلي، چې دا کار به په هېواد کې د پانګې اچونې او پانګوالو د جذب په برخه کې مرسته وکړي.