د سوداګرۍ او صناېعو خونې د مشرتابه پلاوي اوه ویشتمه ناسته تر سره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او صناېعو خونې د مشرتابه پلاوي اوه ویشتمه غونډه د ښاغلي الحاج خانجان الکوزي په مشرۍ او د مشرتابه پلاوي د غړو د اکثریت په ګډون سره د چهارشنبې په ورځ د روان ۱۳۹۶ کال د لیندۍ د میاشتې په ۲۹ مه نېټه د سوداګرۍ او صناېعو خونې د دارالانشا، په دفتر کې تر سره شوه.


په لمړۍ کې د سوداګرۍ او صناېعو خونې د تېرو شپږو میاشتو کاري رپوټ، په خاصه توګه د لاسته راوړنو او ننګونو او  دغه راز د مالي بیلانس په اړه معلومات د خونې د عامل پلاوي د رئیس ښاغلي عتیق الله نصرت له خوا د غونډې ګډونوالو ته وړاندې شوه. دغه راز په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو په اړه خبرې او لازم تصمیمونه تر سره شو.